مجاهد: په بغلان کې د برېښنا ستنې دولتي ځواکونو له منځه وړي دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه ۰۸ سلواغه ۱۳۹۴ل) احمدالله مهاجر
تېره ورځ چارواکو ادعا کړې وه، چې طالبانو په بغلان ولایت کې د برېښنا ستنې له منځه وړي دي، خو ذبیح الله مجاهد د دولت دغه اداعا په سختو ټکو رد کړې، وايي، «د تعجب ځای دی چې پایې دښمن ونړولې او پړه یې پر مونږ اچوي.»
چارواکو ادعا کړې وه چې د ازبکستان څخه تر کابله پورې د برېښنا غزېدلی مزی د طالبانو له لورې قطع کړی شوی دی، دغه ادعا د ذبیح الله مجاهد له لوري مونږ ته په را لېږل شوي پیغام کې په سختو ټکو رد کړی شوې ده.
مجاهد وايي، «د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ ډنډ غوري نومي سیمې ته دوه ورځې وړاندې د افغان ګوډاګیو عسکرو یو عملیاتي کاروان رسیدلی و، چې په سیمه کې زمونږ د مجاهدينو له لوري د سخت مقاومت سره مخ شو، او په جګړه کې یې ۳ټانګونه، ۲رېنجر موټر او ۲۶تنه عسکر له منځه یووړل شول».
مجاهد د افغان حکومت د یادې ادعاء په رد لیک کې ویلي، «دښمن د تلفاتو په لیدوسره د تېښتې لاره خپله کړه، او له لرې فاصلې څخه یې سیمه د ثقيله وسلو پر مټ تر بریدونو لاندې ونیوه چې له امله يې دبرېښنا لویه پايه ونړیده او له ازبکستان څخه ترکابل پورې د برق جریان يې قطع شو.»
مجاهد د «تعجب» کلمې په راوړلو سره لیکې، چې د برېښنا پايي د «تښتېدلي دښمن» له لورې نړېدلي، خو تور یې د دوی په جنګیالیو پورې تړل شوی دی.
مجاهد زیاتوي، رښتیا هم د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه شوې ده خو د دوی جنګیالي د ثقیله وسلو څخه کار نه اخلي، او نه هم د برق مزیو قطع کېدل د دوی «جهادي بهیر» ته کومه ګټه رسوي، او نه هم برېښنا تر جګړې پورې تړلې موضوع ده. نو کوم دلیل به د دوی جنګیاليو ته جواز پیدا کړي چې په میلیونونو خلک د برېښنا څخه محرومه کړي؟ «دښمن غواړي دخپلې ناکامۍ او رسوايۍ څخه دخلکو توجه په بل طرف واړوي او د دا ډول جنایت ترسره کولو سره مجاهدين بدنام کړي..»

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close