مجاهد یفتلي ته؛ اوس ملت ستاسو په دروغو باور نه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۵)

وروسته تر هغه چې د دفاع وزارت لوی درستیز شریف یفتلي په یوه خبری کنفرانس کې ادعا وکړه، چې په ارزګان، پکتیکا، پکتیا، فراه او یو شمیر نورو ولایتونو کې یې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې؛ طالب ویاند یې پر وړاندې غبرګون ښوودلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛

“د دې لپاره چې دښمن له خپلو درنو تلفاتو، ګډوډویو، ډار او ناهیلیو څخه عامه توجه په بل لوري واړوي، دغه راز پوچې او تشې رسنیزې ادعاوې کوي“

نوموړی زیاتوي چې په یادو ولایتونو کې یې سلګونه عسکر وژلي، لوی لوی بیسونه او لسګونه پوستې يې نیولې او خورا ډيرې سپکې او درنې وسلې، مهمات او وسائط یې ترې لاسته راوړي دي .

مجاهد حکومت مخاطب کړی او ویلي یې دي چې؛“اوس ملت د ستاسو له پروپاګند او کاذبو راپورنو سره اشنا شوی، هيڅوک هم پرې باور نه لري“

باید وویل شي چې د دفاع وزارت لوی درستیز په داسې حال کې دا ادعا کوي چې په ورځنۍ توګه لسګونو ملکي وګړو په شپنیو چاپو او هوایي بریدونو  کې مرګ ژوبله اوړي او دا لړۍ په توندۍ سره مخ پر وړاندې روانه ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close