مجددي او امریکا سره د کرغیړن استراتيژیک تړون

ډاکټر یوسف اکبری

مجددي او ډله یې آن د پخواني جهاد له مهاله په اعتدال پسندۍ شهرت درلود، په  دې معنی چې ده او ډلې یې هغه اسلام غوښت چې په اسلام کې د له سختو اوامرو او نواهیو نه په صرف نظر سره مسلماني خوندوره او آسانه وي. د مجددي کورنۍ او د ډلې زیاتره کسانو یې شراب، نڅا او نور منهی عنه کرکجن او کرغیړن اعمال ښه په بیغمۍ سره ترسره کول، د حکمتیار ډلې د مجددي هغه انځورونه هم په خپله یوه مجله کې هغه مهال خپاره کړې وو چې مجددی په نفس نفیس سره د موسیقۍ یوې غونډې کې په ډیر طبیعت سره ناست و، او د انځور سره یو شعر هم لیکل شوی و چې زما یې یواځې دا وروستی بیت په یاد پاتې دی چې:

زه حضرت په ډاګه وایم ساز مې خوښ دی.

د مجددی کورنۍ د الف نه تر یا پورې ټوله په غرب کې میشت وه، او د امریکایانو او غربیانو سره یې نږدې اړیکې درلودې، څه موده مخکې هم هغه انځورونه رسنیو خپاره کړل چې مجددی نږدې هغو 95٪ لوڅو چینایی نجونو نڅا ته د 92 کلونو په عمر ډیر په شوق او ذوق سره ناست و، او کله یې چې له یوه ځوی ذبیح الله مجددی نه په دې اړه وضاحت وغوښتل شو چې والد صیب محترم خو دې نیمه بربنډو نجونو نڅا ته ناست و آیا دا ناجایز عمل نه دی؟ نو هغه په ډیرې سپین سترګۍ سره وویل چې دا پروا نه کوي ځکه چې دا نڅا او د موسقۍ غونډه نه بلکې دا اکروباتیک عملیه وه!!!.

نو دا او داسې نور یې مشت نمونه خروار دې چې لوستونکو ته مو وړاندې کړل، خو یو څوک چې د اسلام تر نامه لاندې او د مسنونه ږیرې او مسنونه سپین پټکي او سپینو جامو او تسپو تر سپیڅلی شعار لاندې عام خلک تیر باسي او ساده لوح مسلمانان له دې لارې د ځان تابع ګرځوي،  نو ځکه دا ډول خلک د غربیانو لپاره تر ټولو قیمتي پروژه وي او پر همدغسې مشرانو خورا زیاته پانګه کوي  څو ډیری مسلمانان له دې لارې له اسلام نه منحرف کړي، مجددی او کورنۍ ته یې چې د امریکایانو او انګلیسانو لخوا څومره مالي مرستې ورکول کیږي آن کرزی ته به هم نه وي ورکړل شوي، انګلیسانو پخوا هم وکولای شول څو د مجددی د نیکه په واسطه هغه قران کریم چې نادرخان یې پاڼو قسم لیکلی او لاسلیک او ټاپه کړی و چې د سقاو ځوی دې کابل ته راشي زه یې نه بندي کوم او نه یې وژنم  د سقاو زوی امیر حبیب الله ته ورساوه او هغه یې په دې تیر ویست څو کابل ته راشي خو د اعدام تختې ته یې برابر کړ او بالآخره اعدام کړای شو.

نو د مجددي لخوا د امریکا سره د استراتیژیک تړون په لاسلیک کولو باندې باید هیڅوک تعجب ونکړي چې مجددي په ډیرې عجلې سره د نورو لاسپوڅو سره یو ځای لاسلیک کړ هغه تړون چې امریکایانو ته یې قضایی مصؤنیت ورکړ او چې هر څوک هر څومره په هره ګناه په هر ځای کې هر وخت وژنی، بندي کوی یې کورونه یې په مونو الوځوي مجاز دی او هیڅوک ترې پوښتنه نه شي کولای، چې دادی ټولو هیوادوالو د سر په سترګو ولیدل چې له امله یې په لسګونو زره بیګناه افغانان د امریکایانو په لاس ووژل شول او دا لړۍ لا هم روانه ده چې د دې ټولو مظالمو او وحشتونو د سترې ګناه بدله او سزا به حتما مجددی ته رسیږي او آخرت به یې د خدای د قهر او عذابونو ډک وي او د خدای تعالی له سخت حساب کتاب سره به مخ وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close