مجددي: پر امنیتي تړون دې بیا له سره کتنه وشي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۲)

تیره ورځ د حضرت صبغت الله مجددي په کور د سیاسي اپوزیسیونونو او احزابو ګډه غونډه ترسره شوه او د امنیتي تړون د بیا کتنې پریکړه وشوه.

په غونډه کې حیرانونکې خبر دا وه چې د امریکا سرسختو ملاتړو (صبغت الله مجددي، حنیف اتمر) هم د برخوالو له پریکړې ملاتړ اعلان کړ.

مجددي وویل، چې ولس یې باید ناروغي درک کړي او نوموړی ملامته نه کړي.

هغه زیاته کړه “اوسمهال افغانستان د داسې بحران سره مخامخ دی چې دنړۍ والو له ارادو څخه هم سوله وتلې ده “
د امريکا سره د امنيتي تړون د بيا کتنې په نننۍ غونډه کې د حزب اسلامي نماينده وحيدالله سباوون د تړون د يوې برخې ملاتړ وکړ او حامد کرزي ورته وويل :”څه کوی، د کفارو دلګانو طرفداری کوی، په ځان دې بیا د مجاهد نوم هم ایښی یی دی.”

د یادونې وړ ده چې صبغت الله مجددي څو کاله وړاندې په لویه مشورتي جرګه کې پر کرزي فشار راوړ چې باید له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، خو  کرزي ورته ورڅخه افغانانو ته د امنیت راوستلو قوي تضمین غوښتنه وکړه.
کرزي ویل “ هغوی به په خپلو اډو کې ناست وي او افغانان به په خپل منځ کې سره وژني،“

یاد تړون د ملي وحدت د حکومت په لومړۍ ورځ د اشرف غني پخواني سلاکار حنیف اتمر لاسلیک کړ.

او امریکایانو ته یې د ۹ پوځي اډو سربیره قضایي مصؤنیت هم ورکړ چې ګواکې افغان لوری نه شي کولی امریکایی جنایات وغندي یا یې د محاکمې پریکړه وکړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close