محبت

محبت ډیره به زړه پورې او هر چاته غوره جمله ده چې په کوم انسان کې محبت نه وي د پوهانو په وینا هغه کامل انسان نه شمیرل کیږي محبت په خپل ذات کي بېلابېل ډولونه لري ،د الله ج او د الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره محبت ـ د خپل هیواد ، خاورې ، اولس او خپلو خپلوانو دوستانو ،ملګرو سره محبت ،د تعلیم ،تدریس ،مطالعې علم ، دنیا، دولت‏، شهرت ، او محبت فطرا دانسان په زړه کي ځای لري چې محبت په اصل کې د ښکلی هوسا او خوښۍ ژوند تېرولو راز او دنفرت مقابل جمله ده چې په همدې محبت سره یو انسان د نورو انسانانو په زړونو کې ځای مومي . محبت په دوه ډوله وي بو چې کامیابي ترلاسه کړی نو انسان په خپل محبت وویاړي او چې څه وخت څوک به محبت کې ناکام شوی دی بیا ورته د نورو د خوښي دنیا د ځان لپاره سور اور وي هر کله چي به محبت کې صداقت او خلوص وي نو کامیابی ورسره ملګري وی .

یو انسان چې د الله ج د مخلوق ، دوستانو اوخپلوانو سره د زړه له اخلاصه ریښتونی محبت ولري بیا ورته ددنیا توري تیاري ، لوړې ژورې ، سړې تودي هیڅ نه ښکاری او له هیڅ شی ویره نه وي خوشحال خان خټک وایي :

محبت که بدرګه راسره نه وي  ــــــــــ یکتنها به په خونخوارو له ورتلل څوک

پښتانه یو متل کوي وایی : دزړه نه زړه ته لاره وي که یو انسان د زړه نه بل سره ریښتوني مینه او محبت ولري هغه به هم همداسي وي .

په دنیا کې هغه څوک کامیاب وي چی په زړه کی یی محبت یوازې او یوازې د الله د رضا دپاره وي هرچاچې د الله د رضا لپاره د بل سره مینه او محبت وکړ هغه د دنیا په ټولو مقصدونو کې کامیاب وي .

                      محبت دې ستا د مینې نور څه نه دی

ځکه ساتم دې همیش دزړه په کور کې

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close