محصل او طالب د یوه ګلشن دوه ګلونه (اوله برخه)

لیکوال : رشید حبیب زئی

د ټکنالوژۍ په دې پر مخ تللی دور کې که په اسلامی روحیه سمبال او د الهي احکاماتو پر ځای کولو لپاره په ټولنه کې د طالب، ملا، جومات او مدرسې شتون اړین دی، د انجینر، ډاکټر، مکتب او پوهنتون له ضرورت څخه هم انکار ناشونی دی، په بله معنی ویلی شو، چې د یوه پر مخ تللي هیواد د جوړښت او بقاء لپاره د مدرسې طالب او د پوهنتون محصل، د هغه بنیادي ستنو په څېر دي چې ټول تعمیر پرې تکیه وي او د تعمیر له منځه وړلو لپاره همدا ستنې نړول کافي وي، البته د جومات محل او د ملا هغه خبری چې د الله تعالی یا رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه یې نقلوي د نه منلو په وجه د ازلي بد بختۍ کندې ته کوز او د منلو په انعام کې د نېک بختۍ په هسک مینار ختلی شو.
د اسلام په اولنيو صدیو کې چې د ایماندارۍ او ریښتینولۍ فضاء خوره وه، کفر زوړند سر او په اکثره دنیا د امن سپین بیرغ رپاند وه، د دنیا داسې نیمګړتیاوې او عوارض نه وه چې حل او فصل لپاره یې د طالب، ملا جومات او مدرسې پرته کوم بل معیار ته ضرورت درلود.
لیکن د وخت په تېریدا چې د مسلمانانو خپل منځي شخړو، په کوچنیو اختلافي مسائلو لاس او ګریواني او د اولی او غیر اولی په معمولی مسئلو د مسلمانانو اختلافات اوج ته ورسېدل، د کرکې، نفرت او کینو له امله د مسلمانانو زړونه زنګ آلود شول، د الله تعالی وېره له زړونو ووتله او شیطاني خواهشات پرې غالب شول چې له امله یې په دنیا د بادشاهۍ له معیاره ښکته او په ډېره لږه موده کې یو موټی مسلمانان په بېلا بېلو ډلو وویشل شول او هغه خلک د بادشاهۍ تخت ته پورته شول چې نیکونه یې د مسلمانانو رحم ته ناست وه، که به یې اسلام راوړ او یا به یې جزیه ورکول غوښتل خو سر به یې خوندي وه، کنه د زور وَر سر په حیث د مسلمان سرونو پرته بل چا ته په ځمکه د اوسیدلو حق نه وه حاصل.
هر کله چې د بادشاهۍ واګې د اغیارو لاس ته ورغلې او مسلمانان د با اختیاره په حیث د دنیا په یوه برخه پورې محدود شول، نو د طالب، او مدرسې پرته، یو بل داسې معیار ته اړتیا شوه چې د هغه ځای ناستی او هغه کارونه پر مخ ویسی چې ملا ، طالب او مدرسی به یې رهنمائي کوله همهاغه و چې د مکتب او پوهنتون په نوم یو نوی تشکیل را منځته کړی شو او مربوط کسان یې د مکتبي، محصل، ډاکټر او انجینر په نوم ونومول شول.
نور بيا …

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close