محصل او طالب د یوه ګلشن دوه ګلونه

( درېیمه برخه )

لیکوال  رشید حبیب زی

که څه هم مکتب او پوهنتون د جومات او مدرسې د نیابت او ځینو ټولنو کې د بدیل په هیڅ رامنځته شوي؛ خو د یوې اسلامې ټولنې د کامیابۍ، اسلام څخه د شیطان پرسته کړیو دفاع، کفري هیوادونو سره دنیوي سیالي او د دنیا په مخ د باعزته  اوسېدلو لپاره د اسبابو تر حده پورې یې خدمتونو ته له اړتیا څخه انکار او عدم استفاده نا شونې ده.

 هر کله چې مکتب، پوهنتون  جومات او مدرسه د یوې اسلامي ټولنې اساسي ستنې ومنل شوې او موږ مسلمانانو لپاره د دنیا څخه اخرت ډېر ارزښتناک دی، نو راځئ د مکتب او مدرسې مربوطین په ګډه داسې کارونو ته ملا وتړو چې د دنیا په ځای مو د اخرت د کامیابۍ لپاره لار هواره کړي، په ګډه داسې کارونو ته ملا وتړو  چې د اسلام څخه په کامله معنی دفاع ورپکې نغښتې وي.

په ګډه داسې کارونو ته ملا وتړو چې پرهر پرهر هیواد مو  له وحشتونو، ورانۍ او بربادۍ څخه وژغورو.

راځئ په ګډه یوه  داسې اسلامي  ټولنه جوړه کړو، چې په اسلامي اقدارو د کاملیت سربېره د دښمن څخه په خپله دفاع کې هم د دنیاوالو ترمنځ د بیلګې په توګه وکارول شي.

راځئ په ګډه یوه داسې ټولنه جوړه کړو چې   ډاکټر انحینر او سائنس دان هم د ملا او طالب په څیر د قدر وړ وي پکی، تر څو د ملا په قدردانۍ اخرت او د ډاکټر او انجینر په قدردانۍ دنیا کې د کامیاب او قدردان په سترګه ولیدل شو.

   راځئ په ګډه یوه داسې ټولنه جوړه کړو، چې د ملا صاحب د اسلامي احکاماتو د نفاذ لپاره د انجینر او سائنس دان څخه د استفادې زمینه برابره کړو.

 راځئ په ګډه داسې ټولنه جوړه کړو، چې ډاکټر انجینر او سائنس دان مو خپل کارونه او مخترعات  د اسلامي شریعت  په چوکاټ کې  د ملا صاحب څخه د مشورې په  بدرګه مخ پر وړاندې ویسي.

 راځئ چې په ګډه دې برحاله غم ځپلې او ویرجنې ټولنې ته داسې خدمت وکړو، چې په برکت یې د وینو سیلابونه وچ شي.

که په خپل لاس د ظالمانو مخه نه شو نیولی، د یوه محصل  ډاکټر او انجینر په صفت د هغه طالب مخې ته نه ودریږو چې د سر په بیعه د مظلومانو دفاع کوي.

راځئ  دې غریبې ټولنې ته داسې خدمت وکړو، چې د یو طالب په صفت د بل ریښتونې ډاکټر مخې ته نه ودرېږو چې د بې وزله هیوادوالو خدمت کوي د یوه انجینر مخ نه ډب کوو چې کنډواله هیواد راته ګل وګلزار کوي.

نور بیا …..

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close