محقق: حکومت د مسکو غونډه کې د سولې شورا په نوم“قاچاقي“ګډون وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۰)

د مسکو ناستې ته د سیاسي ګوندونو غبرګونونه مخ پر زیاتیدو دي، یو شمیر یې د خپل نه ګډون له امله نه مني، ځینې نور بیا له حکومت نه ګیلمن دي او زیات شمیر بیا حکومت په دغه غونډه کې په نه ګډون تورنوي.
د پخواني جمهور ریس مرستیال یونس قانوني وایي ، هر هغه ناسته چې د مقاومت جبهه په کې شتون ونه لري ، دوی یې نه مني او د مسکو ناسته هم ورته د منلو نه ده.
نوموړي دغه خبرې تیره ورځ په یوه خبري ناسته کې وکړې او زیاته یې کړه چې دوی د قدرت د مسلحو جزیرو منلو ته تیار نه دي .
بلخوا بیا د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد عالم ایزیدیار د مسکو په ناسته کې د حکومت پر نه ګډون خواشیني څرګنده کړه خو هیله یې وښووده چې دغه ناسته به د افغانانو تر منځ د مخامخ خبرو پیل وي

په همدې مهال د اجرایه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وایي چې حکومت له مسکو څخه غوښتي څو په افغانستان کې سیاسي ډلو ته په دغه غونډه کې د ګون بلنه ورنه کړي، خو په وینا یې چې حکومت په “قاچاقي“ توګه خپل استازي دې غونډې ته ولیږل او د سولې شور ا تر نامه لاندې یې غیر رسمي نوم ورکړ.
هغه د سولې شورا غړي د غني ځانګړي استازي یاد کړي چې په وینا یې په دې توګه یې هم د امریکا خوله بنده کړه او هم یې دې غونډې ته ځان ورساوو.

په ورته وخت کې د لوی ملي ایتلاف غړي وایي، چې له طالبانو سره یې د خبرو اترو لپاره یوه کمیټه ګمارلې څو دا بهیر مخ ته یوسي او په خبره یې چې د غه کمیټه د حکومت له کنترول نه بهر ده.

د دغه ایتلاف غړی فضل الرحمان اوریا وایي، طالبان فکر کوي چې د حکومت د حکومت د چارو ټول واګي د امریکایانو په لاس کې دي نوهڅه کوي د خپل نفوذ د پیدا کولو سربیره لږ تر لږه د یوه نسبي خپلواک لوري سره جوړجاړي ته ورسیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close