محمدوف: مونږ به په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې خاصه همکاري وکړو

کابل ټکی کام ۰۵/ سنبله ۱۳۹۴ راپور مهاجر د ترکمنستان ولسمشر  کابل ته په را رسېدو سره ویلي دي چې اماده دي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره همکاري وکړي. د ترکمنستان ولسمشر محمد وف نن په کابل کې له ولسمشر غني سره په یوه خبري غونډه کې وویل چې مونږ به د افغانستان په سوله کې به تر خپل وس پورې لازم اقدامات وکړي. په همدې غونډه کې ولسمشر غني په خپله وینا کې ترکمنستان یو ښه ملګری او یو نېک ګاونډۍ او د هېواد په اقتصادي چارو کې یو شریک ملک وبللو. د افغانستان او ترکمنستان حکمتونو په پنځه برخو لاسلیکونه وکړل. د هېواد اکثر سیاسي مشران د ترکمنستان د مشر سفر هېواد ته یو مثبت ګام بولي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close