محمد بن سلمان: ټرمپ سره کار کول خوښوم، خو نورې پیسې نه ورکوو

د سعودی ولي عهد محمد بن سلمان ویلي چې باید له امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره کار وشي. هغه ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو سره یې اړیکې 99٪ ښې دي خو یوازې یوه ستونزه شته.

له امریکایي بلومبرګ آژانس سره په یوه اوږده مرکه کې، محمد بن سلمان د ټرمپ د پرلپسې څرګندونو په اړه، چې ویلي یې دي باید د سعودي د امنیت د ساتنې په عوض کې ریاض نور مزد هم ورکړي، وویل: ’د هر ډول ملګري غوښتنه، که هغه ښه وي او که بده، باید تحمل یې کړې، ځکه دا ناممکنه ده چې ته له ملګرو تمه ولرې چې ټول عمر به د ښو کارونو په اړه درته 100٪ سم غږیږي، آن چې په یوه کورنۍ کې هم داسې نشي کېدای.

محمد بن سلمان زیاته کړې: ’حقیقت دا دی چې مونږ به د خپل امنیت په عوض کې هیڅکله څه ورنه کړو. هغه وسلې چې مونږ یېله متحده ایالاتو ترلاسه کوو وړیا نه دي. مونږ له امریکا سره د متقابلو ګټو لپاره نږدې 400 ملیارده ډالره بېل کړي، چې په دې کې د وسلو ترلاسه کولو، پیسو په ګټه اچولو او نورو سوداګریزو کارونو لپاره په کار اچولي، چې دا د سعودي او امریکا لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.‘

د سعودي ولي العهد د خپلې مرکې پر مهال په سیمه کې د ټرمپ له موجودیته په ګټې اخیستو سره د لاسته راوړنو په اړه په ځانګړې توګه د ترهګرۍ په وړاندې جګړه او په منځیني ختیځ کې د ایران د منفي خوځښت په اړه هم خبری وکړې.

آصف الله آصفي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close