م. جمیل باور
د روانې جون مياشتې ۱۷ مه نېټه د مصر د پخواني منتخب ولسمشر محمد مرسي د شهادت له دريمې کليزې سره برابره وه. نوموړی په ۱۹۵۱م کال د اګست په اتمه نېټه د مصر دختيځ ولايت د “حيا” ښار په “عدوه” کلي کې زېږدلی و، په انجينري کې يې دکتورا درلوده او د قرانکريم حافظ هم و.
دکتور محمد مرسي له ځوانۍ څخه د اخوان المسلمين ګوند سره اړيکې لرلې او د يو څه وخت لپاره د ياد ګوند د سياسي څانګې “ازادۍ او عدالت” مشر هم پاتې شوی و. نوموړی په ۲۰۰۰م کال کې د اخوان المسلمين په استازيتوب د مصر په پارلماني ټاکنو کې بريالی شو او تر ۲۰۰۵ م کاله پورې يې د خپل ګوند د استازي په توګه په پارلمان کې پاتې شو.
محمد مرسي د ۲۰۱۱م کال د جنورۍ په ۲۵ نېټه ولسمشريزو ټاکنو کې د ۵۱.۷۳ سلنه رايو په تر لاسه کولو سره د مصر لومړنی منتخب ولسمشر وټاکل شو او د همدې مياشتې په ۳۰ مه نېټه يې د لوړې په کولو سره رسماً خپله دنده پيل کړه. د فلسطين قضيې يې ته د خپلو کارونو په نوملړ کې لومړيتوب ورکړ، له غزې سره يې له کلونو وروسته د مصر تړلې پولې د فلسطنيانو پرمخ خلاصې کړې او د فلسطين د مقاومتي ډلو حماس او اسلامي جهاد مشرانو ته يې قاهرې د ورتګ بلنه ورکړه.
ارواښاد دکتور محمد مرسي د امريکا او نورو لويديځو هيوادونو پر ځای له ترکيې، ايران او ځينو نورو هيوادونو سره د اړيکو د رغولو هڅې کولې چې تر ډېره پکې بريالی هم شو، او همدا لامل و، چې لويدځوالو سره يې اړيکې خرابې شوې، لويځوالو او په ځانګړي ډول امريکا يې پر وړاندې د دسيسو په جوړولو پيل وکړ.
دکتور محمد مرسي د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته په خپلو خبرو کې ويلي و، چې د مسلمانانو د مقدساتو پرضد ناوړه کمپاين ورته د منلو نه دی او ژمنه يې کړې وه چې هيچا ته به د اسلام د ستر پيغمبر او اسلامي مقدساتو ته د توهين اجازه ور نه کړي.
هغه دغه راز د لومړي عرب مشر په توګه يې په خپله وينا کې په امريکا او لوديځ والو سختې نيوکې کړې وې او د ملګرو ملتونو له عمومي اسمبلۍ يې غوښتنه کړې وه، چې د فلسطين او سوريې قضيو ته د لومړيتوب په ورکولو سره دې خپل مسؤليت ترسره کړي.
نوموړي ويلي و: “کله چې موږ په دې نړيوالې غونډې کې خبرې کوو، بايد دغه يوه پوښتنه، چې د ټولې نړۍ د انديښنې وړ ده، ځواب کړو. هغه په سوريه کې د وينې تويدنې او انساني غميزې پوښتنه ده. زموږ اصلي او اوله انديښنه دا ده چې په سوريه کې بايد د وينې تويدل په عاجله توګه بند شي. د سوريې خلک د هر مصري زړه ته ورنژدې دي او هر مصری غواړي چې د سوريې خلک له آزادۍ برخمن شي.”
دغه راز ښاغلي مرسي فلسطينيانو ته هم د خپلواکۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د فلسطين خلک هم بايد د خپلواکۍ مزه وڅکي او د يو ازاد او خپلکواک هيواد په توګه نړۍ کې واوسي.
د نوموړي ټينګار دا و، چې نړۍ بايد د فلسطين موضوع هواره کړي او په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي. په همدې هکله نوموړي د ملګرو ملتونو کلنۍ غوندې ته وينا کې په څرګندو ټکو وويل: “ډيره موده وشوه چې د فلسطين خلک د بشپړو حقوقو د درلودولو هڅې کوي او غواړي چې يو داسې خپلواک هيواد ولري، چې مرکز يې بيت المقدس وي، خو له دې ټولو هڅو سره سره تراوسه پورې د فلسطين د خلکو هيلو ته نړيوال مشروعيت نه دی ورکړل شوی.”
ښاغلي مرسي زياته کړه: ” دا د شرم خبره ده چې آزاده نړۍ دا مني چې په نړيواله ټولنه کې يو لوری د يوه ملت حقونو ته غاړه نه ږدي. ”
د همدغه حق دريځ او موقف له امله د امريکا او نورې لوديزې نړۍ د يو سازش په نتيجه کې د ۲۰۱۳م کال د جولايي په دريمه نېټه د عبدالفتاح السيسي په مشرۍ مصري پوځ د محمد مرسي په اسلامپال حکومت کودتا وکړه، د نوموړي په ګډون يې حکومتي چارواکي او د اخوان المسلمين ګوند سلګونه مهم مشران او غړي ونيول او د پلازمينې قاهرې په “تحرير” میدان کې يې د مرسي پر ملاتړو لاريون کوونکو بريدونه وکړل، چې زرګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
تر کودتا څو ورځې وروسته محمد مرسي او د اخوان ګوند مهم مشران له زندان څخه محکمې ته راوړل شول، له زندان څخه د تېښتې او حماس غورځنګ سره د اړيکو د لرلو په تور ولسمشر محمد مرسي او ګڼو نورو اخواني مشرانو ته د مرګ سزا واورول شوه، اخوان المسلمين ګوند منحل او د يو ترهګريز سازمان په نامه ونومول شو.
که څه هم يو کال وروسته د مصر سترې محکمې د ولسمشر محمد مرسي د مرګ سزا لغوه کړه، د بيا محاکمې غوښتنه يې وکړه، نوموړی په يادو قضيو کې يوځل بيا محاکمې ته راوستل شو او په محکمه کې له ځانه د دفاع پرمهال بې هوشه شو او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ “رحمه الله”
تر ډېرو ناندريو وروسته د السيسي په مشرۍ د مصر استبدادي ريژيم يې جسد په دې شرط کورنۍ ته وسپاره چې ډېر کسان به يې په جنازه کې ګډون نه کوي، محدود شمېر کسانو يې، چې زياتره يې د کورنۍ غړي وو، په جنازه کې برخه واخيسته او د وصیت سره سم یې د د اخوان المسلمین ګوند د بنسټګر او ستر داعي امام حسن البناء رحمه الله څنګ ته خاورو ته وسپاره.