محمودعباس: په اشغال شويو سيمو کې د یهودي ميشت ځايونو د مخنيوي هڅې کوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۴) د فلسطین مشر محمود عباس په دغه هېواد کې د نويو يهودي ميشت ځايونو د جوړېدو خبرداری ورکړ او زیاته يې کړه چې بیت المقدس ته د امريکا د سفارت له انتقالولو وروسته يې وضعيت ورځ تر بلې ترينګلی کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د روسيې ولسمشر ولاديميرپوتين سره په يوه ليدنه کړي دي.

محمود عباس د اسرائيلو له لوري په اشغال شويو سيمو کې د یهودي میشت ځایونو جوړول لويه ستونزه بللې ويلي يې دي چې دوی به د يادو ځايونو د مخنيوي لپاره ټول قوت په کار واچوي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د اسرائيلو له لوري په “خان الاحمر” سيمه کې د نويو ميشت ځايونو په جوړېدلو سره به دغه هېواد له يوه نوي بحران سره مخ شي.

محمود عباس د روسيې له ولسمشر سره په خبرو کې وويل، چې د امريکا سره يې اړيکې تر بل هر وخت خرابې دي، ټول تماسونه ورسره پرې شوي، ځکه هغوی غواړي چې هغه چارې عملي کړي چې “د پيړۍ معامله” يې بولي او ددې پلان لومړی مرحله بیت المقدس ته د امريکا سفارت لېږدول و.

په ١٩٦٧ کال کې د اسراييلو له نيواکه وروسته په لوديځه غاړه او ختيځ بيت المقدس کې يهوديانو ته ګڼ میشت ځايونه جوړ شوي چې ۵۰ زره يهوديان په کې اوسېږي او فلسطيني چارواکو په وار وار غوښتنه کړې چې د دوی اشغال شوې سيمې دې بيرته ور وسپارل شي.

د نړيوالو قوانيونو پر بنسټ، د فلسطين په اشغال شوې خاوره کې د اسرائیلي حکومت له لوري يهوديانو ته د کورونو جوړول ناقانونه بلل کېږي، خواسراييل له دې سره مخالفت کوي او هغوی ته د لا زياتو کورونو د جوړولو پلان لري.

د دغه اشغال شويو سيمو د بيرته خپلولو لپاره ډير کرته لاريونونه شوي چې د اسرائيلي عسکرو په ډزو پکې سلګونه فلسطينيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close