محمود قريشي: افغانستان دې پر پاکستان د تورونو لړۍ بنده کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۶)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي ويلي، چې افغانستان دې پر پاکستان د تورونو لګولو لړۍ بنده کړي.

قريشي وروسته له هغه دغه څرګندونې کړي چې ولسمشر غني کندهار ته د سفر پر مهال تور پورې کړی و چې د وژل شوي امنيه قومندان رازق د ترور پلان په پاکستان کې جوړ شوی او هغه هېواد له وسله والو سره مرسته کوي.

خو محمود قريشي ويلي، پاکستان په سيمه کې د سولې غوښتونکی دی په وينا يې افغان چارواکي دې پر دغه هېواد د تورونو لوبه پای ته ورسوي.

قريشي زياتوي، پر ځای د دې چې د کندهار پېښه کې پاکستان ګرم وبلل شي افغان چارواکي دې وپلټي چې څه ډول يو وسله وال دومره حساس ځای ته ځان رسولی دی.

تر دې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپيو او افغان چارواکو په تکرار سره پر پاکستان تور پورې کړی يې چې د وسله والو ملاتړ کوي او پر خپله خاوره يې ځای ورکړی خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

وړمه ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په يوه غير رسمي وينا کې ويلي و چې دا به مناسبه نه وي چې وويل شي پاکستان به په افغانستان کې هرڅه وکړي زياته يې کړه چې “طالبان زمونږ په جیبونو کې نه دي”.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close