محمود قريشي: امریکا په افغان جګړه کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۰)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي ويلي، امریکا په افغان جګړه کې ماتې خوړلې نو د دغه ماتې ملامتي اوس پر پاکستان اچوي.

نوموړي دغه څرګندونې له فاکس نیوز سره په يوه مرکه کې کړي زياته کړې يې ده د پاکستان ثبات د افغانستان پورې تړلی هغه هېواد چې امن وي نو پاکستان کې به هم ثبات او ارامي وي.

قريشي ويلي، هېواد يې هڅه کوي څو د افغانستان په ثبات کې ونډه واخلي او طالبانو د خبرو ميز ته کېنوي.

خو د قريشي په وينا، امريکا په ډيری مواردو کې ناکامه شوې او د دغه ناکامۍ مسوليت پر پاکستان اچوي.

هغه ويلي، د ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کېدو راهيسې د امريکا او پاکستان اړيکې ځکه خرابې شوي چې متحده ایالات غواړي د زور له لارې پاکستان د ترهګرۍ اقداماتو ډېرولو ته اړ باسي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ګډ حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي و چې د ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې دي او هغه هېواد يې ملاتړ کوي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي دا تورونه رد کړي چې ګواکې پاکستان دې د ترهګرو ملاتړ او مرسته وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close