مخابراتو وزارت: ترافيکي چارې به الکترونيکي او له نړيوال معيار سره برابرې شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۰)
د افغانستان د مخابراتو وزير شهزاد اریوبي وايي، هڅې روانې دي چې د هېواد د ترافيکو رياست مربوطه چارې الکترونيکي او له نړيوال معيار سره برابرې شي.
د شهزاد په وينا، په هېواد کې د ترافيکي سيستم د تنظيم لپاره اسان خدمت د رامنځته کېدلو پريکړه شوې چې له فعاليدو سره به يې خلک د خپلو موټرو جواز سيرونه او لایسنسونه په اسانه طريقه اخيستلی شي.
نوموړی زياتوي، په پلان کې ده چې په ښارونو کې څارونکې کيمرې ولګول شي څو د موټرونو د تشخصيولو، د نظم او امنيت او نورو ګڼو ستونزو پر وخت به ترې استفاده کېږي.
شهزاد اریوبي وايي، دا مهال د ترافيکي سيستم د الکترونيکي پر سر بحثونه روان دي او ډير ژر به پرې کار پيل شي.
د يادونې ده، چې دا مهال د هېواد په لویو ښارونو کې ډيری خلک د موټر چلولو قانوني اسناد نه لري او کابل په شمول، د جلال اباد او هرات ښاريان وايي چې ښارونو کې د دولت اړوند کسان او موټرچلوونکي له ترافیکي اشارو سرغړونه کوي چې ډير کله د ترافيکو پيښو د رامنځته کېدو سبب کېږي.