مرادعلي مراد د کابل ګارنيزيون قومندان وټاکل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲) جنرال مرادعلي مراد د لوړپوړو امنیتي چارواکو په شتون کې د کابل ګارنيزيون عمومي قومندان د او په امنیتي چارو کې د دفاع وزارت مرستيال ټاکل شوی دی.

نوموړی تر دې مخکې، د کورنيو چارو وزارت امنیتي چارو کې ارشد مرستيال و خو د تېرې اپريل مياشتې په وروستيو کې د ولسمشر غني له لوري ګوښه کړای شو.

مراد د ګارنيزيون د قومندان د ټاکل کېدلو پر مهال د دغه امنیتي ادارې په پخوانيو قوماندانانو تور پورې کړ چې ښه رهبري يې نه ده کړې ځکه د کابل له ګارنيزيون خلک ناخوښه دي.

نوموړی په داسې حال کې د کابل ګارنيزيون قومندان ټاکل کېږي چې د راپورونو پر بنسټ مراد په تېر کې د وظيفوي غلفت له کبله له دندې ګوښه شوی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close