عبدالحۍ قانت
زما یاد شي استاد راشد الغنوشي یوه ورځ ویل کله مرسي رح د مصر جمهور رئیس انتخاب شو، په هماغه ورځ زه مصر ته ولاړم او یواځې یوه مشوره مې ورکړه چې کوشش وکړه اپوزیسیون ځان سره په حکومت کې شامل کړې.
د استاد په فکر دې کار مرسي رح ته د اوږد مهاله ننګونو مخنیوي سره کومک کاوه. مرسي د استاد راشد خبره ونه منله ځکه هغه پوهېده چې د اپوزیسیون ټول کوشش به دا وي چې دی حکومتداري کې ناکام کړي. مرسي ځان ته د یو څه ټکنوکراتانو په شمول یواځې د حریت او عدالت حکومت جوړ کړ. د حکومت په اډانه کې مرسي د حسني مبارک خلک ځکه نه منل چې هغه پوهېده چې حکومت کې دننه د دوی مخه نیول ورته نا ممکن دي.
د مرسي دا اقدام ډېر ښه او ستراتیژیک ؤ خو مشکل هغه وخت پیدا شو چې مرسي د حکومت له اډانې بیرون د اپوزیسیون د غیر قانوني او له خارجه د بسپنه شوو حرکتونو مخه ونه نیوله. مرسي د آیډیالانو د مشورو د تأثیر لاندې راغی او د بیان د آزادۍ او بشر د حقوقو د حفاظت د ژمنو لاندې یې ځان ته د سیاسي مشکلاتو لاره خلاصه کړه. ده د بیان آزادۍ، سیاسي فعالیت او مدني حرکتونو فعالیت ته هېڅ اصولنامه نه درلوده. اقتصاد مخ په ښه کېدو شو، لوی لوی کارونه کېدل خو رسنیو کې غیر له دې چې د مرسي پښې ووهل شي نور هېڅ نه ول.
مصریان به هره شپه په تمه ؤ چې بیګا ته تیلویزیون کې د مرسي رح په کوم فعالیت ښه ملنډې وهل کېږي، مثبت خبر نه ؤ، رسنۍ له لاسه وتلې وې، همدا راز د مصر د نوي حکومت د دښمنانو لخوا آهسته آهسته په پوځ او مدني ټولنو کې د مرسي ضد اشخاصو ګروپنګ پيل شو، مرسي ته ډېرو خلکو دا مشوره ورکړه چې دا شی کنترول کړي خو هغه دا کار دې لپاره نه کاوه چې د بیان د آزادۍ او بشر د حقوقو فکر ته ځان ژمن ثابت کړي. د مرسي د حکومت پر ضد دغه داخلي مراجع له بیرونه قوي کېدې او بلآخر په دې منتجې شوې چې حکومت ته یې د پای ټکی کېښودل شو.
اردوغان له اولې ورځې د سیاست په دې لوبه پوه ؤ. هغه په اولو وختونو کې د ترکیې ټولې رسنۍ په خپلو لویو تجارانو ملګرو واخستې، د سي اېچ پي اصلیت یې بربنډ کړ، له کودتا وروسته غربیانو ډېرې چغې وکړې خو ده ۴۰ زره هغه کسان چې د ده د حکومت پښې یې وهلې جیل ته کړل، قانون مې یې د اعدام د سزا په اړه بحث پیل کړ او …
که مرسي د حکومت په اډانه کې دې خلکو ته ځای ورکړی ؤ، ښايي یو کال وخت یې نه ؤ پوره کړای.
نن ورځ هماغه سیسي دی چې هېڅوک حکومت کې نه پرېږدي خو په سیاسي لحاظ ورځ تر بلې ځان قوي کوي. کله مو فکر کړی ولې؟ ولې مونږ اسلامپال ډېر آیډیال یو؟ ولې مونږ په یوه ورځ کې د عمر عدالت او صدیق صداقت پلی کول غواړو؟
نن هماغه استاد راشد الغنوشي دی چې نړۍ سره د تعامل لپاره یې آن اسلام کې د سیاست روایت پرېښود. ده وویل زه نور بیخي اسلامي حکومت نه جوړوم، کوشش یې وکړ ځان وچې ډیموکراسۍ ته ژمن وښايي، سیکولارانو سره په همزیستی یې ترکیز وکړ، ډېر تنازل یې وکړ تر څو اسلامي نړۍ ته د یوې کامیابۍ تجربې مثال ورکړي خو د هغه کوششونه هم هېڅ شول، هغه پارلمان چې هغه یې د خلکو په رایو رئیس وټاکل شو، له کال زیاته موده کېږي بند دی، تونس بیا د زین العابدین بن علي وخت ته ورګرځي، استاد راشد هم د مرسي رح په عاقبت اخته کېدونکی دی. �دا ولې؟
نړیوال سستم د اسلامي فکر د سوبې مخالف دی. دغه تمدنونه سره نه جوړېږي، نړۍ مونږ سره په مشترکاتو کار نه کوي، بلکې غواړي مونږ د دوی د حکم لاندې د دوی د امر تابع اوسو. دا مهمه نه ده چې مرسي، اردوغان، غنوشي او حماس یې په انتخاباتو ګټي او که نور یې به زور؛ دوی ته دا ټول یو شان د منلو وړ نه دي.
مقابل کې هغه خلک چې د دوی ګټې ساتي هغه که د انتخاباتو له لارې راځي که د خونړیو کودتاګانو له لارې، د دوی دوستان او ملګري دي، هغوی لپاره نه د بشر حقوق شته او نه آزادۍ…
د اسلامي نړۍ د څو لسیزو د ناکامو تجربو لب لباب همدا دی چې اسلامپال باید د حکومت واګې ټینګې کړي، د نورو د تعامل لپاره نه باید هغه څه ومني چې د دوی د تباهۍ سبب ګرځي. نړیوالو سره باید د هغوی په ژبه خبرې وشي. ترکیې د دې تجربه وکړه، له ټولو فشارونو سره سره ودرېږده، کامیابه شوه خو د انتخاباتو شتون یې ډېرو هغه څه ته چې ترکیه یې نه غواړي مجبوروي، ایران، روسیې او چین هم همداسې وکړل. مونږ د دې نورو هیوادونو په آیډیالوژیو کار نه لرو خو د امریکايي بلاک په حاکمیت نړیوال سستم کې په دغه میکانېزم ژوند کېږي. دا یو واقعیت دی.
مونږ په اقتصادي لحاظ ضعیف یو خو همدا زمونږ د امتحان وخت دی. مونږ له نظامي جګړې نرمې جګړې ته داخل شوي یو. هغه ملتونه چې تاسي یې نن د کامیابیو او لوی اقتصاد خبرې کوئ، ټولو دغه دوره تېره کړې.
بنیادي کار ته اړتیا ده، فرمایشات باید رد شي، د حکومت بنسټونه قوي شي، زمونږ ادارت او ټول داخلي او خارجي تعاملات باید زمونږ د ملي ګټو او دیني ارزښتونو په رڼا کې فعالیت ته ادامه ورکړي.