مرکزي بغلان کې جګړه روانه ده، نږدې څلوېښت عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۴)

د بغلان ولايت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې طالبانو تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي ځواکونو پر مرکزونو بريدونه پيل کړي چې تر دې دمه يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او يو پوځي مرکز د طالبانو لاسته لوېدلی دی.

سيمه ييزې سرچينې وايي، طالبانو د يادې ولسوالۍ اړوند “علاءالدين” سيمه کې پر درېيو پوځي مرکزونو بريدونه پيل کړي چې لا هم روان دي.

ازاد خبريال سيمه ييز خبريال احمد نظري په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: د علاءالدين پر پوځي مرکز د طالبانو په بريد کې له څلوېښتو زيات پوځيان وژل شوي دي.

ځايي امنيتي سرچينو هم دغه بريدونه تاييد کړي خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو په يوې خبرپاڼه کې ويلي، تر دې دمه يوه لويه قرارګاه او د اربکي قومندان “مومن الله” پوسته نيول شوې او د دغه قومندان د وژل کېدو سربيره په قرارګاه او پوسته کې دېرش عسکر وژل شوي چې جسدونه يې لا هم د جګړې په ميدان پراته دي.

خبرپاڼه کې راغلي، له قرارګاه او پوستې څخه طالبانو ته ډيرې سپکې او درنې وسلې، مهمات او پوځي توکي په لاس ورغلي دي.

طالبان وايي، دا مهال په سيمه کې په پاتې قرارګاوو او پوستو جګړه روانه ده او عسکر هڅه کوي څو د جګړې له ځايه ځانونه وباسي.

شاوخوا څلور ورځې مخکې هم طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په انګورباغ سيمه کې د اردو او پوليسو پر يوه مرکز بريد کړی و چې د ولايتي شورا د رییس په وينا په پايله کې يې شپاړلس عسکر وژل شوي و او يوولس تنه نور ټپيان و او درې تنه طالبانو له ځان سره ژوندي بيولي و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close