مرکزي بغلان کې د محلي پولیسو یو قومندان ووژل شو

کابل ټکی کام ۰۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د بغلان ولایت والي رسنیو ته ویلي دي چې د مرکزي بغلان د شهر کهنه نومې سیمې د محلي پولیسو قومندان سحر ګل تېره شپه د نا مالومو وسلوالو له لورې ووژل شو.
دی همدا شان وايي چې د پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي، خو تر اوسه یې په پېښه کې ښکېل کس نه دی نیولی.
له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ور کوي چې د دوی د جنګیالیو له لورې په مرکزي بغلان کې (سالار) نومی قومندان وژلی دی.
وژل شوی قومندان د مرکزي بغلان د زمانخېلو سیمې اوسېدونکی وو.
د یادولو ده چې د روان کال په قوس میاشت کې د بغلان ولایت د برکه ولسوالۍ ولسوال عبدالجبار اسلامي د مرکزي بغلان په مربوطاتو کې د طالبانو له لورې ووژل شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close