مرګ په جهاد کې نشته

مبارز افغان کټوازی
د طالب پلار یی کورته ورغی او دطالب زوی لپاره یی لور وغوښته چې په نکاح یی ورکړي.
د لور پلار انکار وکړ چه لور طالبانو ته نه ورکوم طالبان ټول کفن پر غاړه ګرځې که نن وې که سبا لور به مې کونډه شې.
د طالب پلار ورته وویل چې یه سړیه مرګ خو د امریکا په لاس کې نه دی خو د لور پلار بیا هم انکار وکړ.
دطالب پلار ناامیده له هغه کوره راووت له ځانه سره یی ویل چې ربه! ستا ته په درتللو کې رښتیا سترې ستونزي دي، ته صبر راکړه.
میاشت نه وه تیره چه د اسمان لمن له تورو وریځو ډکه شوه ووړ ووړ د رحمت باران وریده، د اسمان په غیژ کې د تالندې شور بیخې ترهونکی و.
ټکه د هغه سړې په کور ولویده غبرګې لورانې او یو ځوی یې پکې مړه شول سړی یی سخت غمجن کړ له ناهیلیو پرته نور څه نه و ورپاته له ځانه سره یې ویل چه رښتیا هم مرګ طالب او زما لور نه پیژنې او نه د بنده ګانو په لاس مرګ شته، هر څه د خدای له خوښې سره سم کیژې.
دا مې تر دې پورې وویل چه مرګ د چا په لاس کې نه ده نه څوک د چا روح قبض کولای شې.
حتی حضرت عزرائیل علیه السلام هم د خدای له ارادې پرته د چا روح نشې قبض کولای.
نو یقین مو باید پر یوه خدای وې مرګ دا نه چه جهاد کې ده، مرګ هر ځای شته که سنګر وي که بستر.
د مرګ څکه به خامخا څکې!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close