مزاري چې د ملت په سرونو کې یې میخونه ټک وهل ملي شهید دی

فرید احمد (لودین)

مزاری هزاره د ملي وحدت شهید ده چې د ملت په سرونو کې یې میخونه ټکوهل او دمسلمان ملت لخوا ووژل شو، مسعود ملي قهرمان او ملي شهید ده چې زرګونه بیګناه افغانان یې و وژل او د مسلمانانو په لاس ووژل شو، رباني د سولي شهید ده چې د ملت په سر یې د غتو غتو بمونو غوښتنه کوله او د مسلمان لخوا ووژل شو، همداسي دوستم زرګونه بیګناه افغانان قتل عام کړل او دوه ځله یې په رسنیو کې وویل چې په افغانستان کې امریکایی عسکر شهیدان شول هغه لومړی معاون شو، خو نن چې انجنیر صیب حکمتیار سوله کول غواړي هغه مجرم ،جنایتکار او تروریست ده او بل طرف ته اختر محمد منصور چې د اسلام د صلیبي دوښمنانو لخوا په هغه طیارو ووژل شو کومو طیارو چې تر اوسه بغیر له مسلمان نه بل څوک ندې وژلی هغه ته شهید ویل ګناه او جرم دی هغه باید زنداني شي.
دافغانستان په ګډون د اسلامي امت ټولو علماو او مفتیانو ته چلینج ده که یې دشریعت په رڼا کې ثابته کړه چې هغه مسلمان ته شهید ویل ناروا ده کوم چې دامریکایې طیارو په برید کې وژل شوی!
همدارنګه ددیموکراسي ټول استادان او قانون جوړونکې دې سره یوځای شي که یې ثابته کړه چې یواځي د قلم سره په رسنۍ کې ناست شخص که کوم مسلمان وژل شوي ته شهید وویل نو د بیان د آزادي او دیموکراسي خلاف عمل او جرم دی!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close