مسئولين: کندز کې يوولس پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۰) د کندز ولايت سيمه ييز امنيتي مسئولين وايي، طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په يوه مرکز بريد کړی او يوولس پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندز د امنيې قومندانۍ وياند انعام الدين رحماني رسنيو ته ويلي، طالبانو بيګا يوه بجه د علي آباد ولسوالۍ د ارباب رمضاني په پوسته بريد کړی چې پر مهال يې څلور پوليس وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، سيمې ته کومکي ځواکونه رسېدلي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کندز په ډېره برخه خاوره طالبان واکمن دي او وخت ناوخت په دغې ولايت کې د دولتي ځواکونو په مرکزونو، پوستو او قرارګاو بريدونه کوي.

د يادونې ده، چې د پسرلي له پيلېدو سره طالبانو په هېواد کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی او له تېرو څو ورځو راهيسې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره ورځ هم د فراه امنيتي مسئولينو د دغې ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د لسګونو کمانډو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close