مسافر طالب جان زمونږ دکلي دبقا لپاره ځان قربان کړ

لیکوال: صلاح الدین ایوبي

د شپې یوه بجه وه ماشوم په زانګو کې چیغې کړې

او څوک په ځایونو کې راکیناستل له ویرې يې ځانونو څخه لاسونه کلک تاو کړل

مور یې هم له ډاره بهر نه شوه وتلي په رپیدلي اندامونو یې ماشومانو ته ډاډ ورکاوو خو د هلیکپټرو شور  ټول کلی ناارامه کړی و او

د ډبډبنو طیارو اوازونه دکلي په لور ورو  نیږدې کیدل له ډیره شوره حیواناتو هم له ویرې رمباړې وهلې هیڅوک نه پوهیدل څه کیسه ده دلویو او وړو په سترګو کې اوښکې لکه غمي ښکاریدې او  د هرچاپه زړونو کې دا خبر دحقیقت په څیر ښکاریدله چې بیابه د چا عزت لوټل کیږي او بیابه دې چا ژوند اخلي، په کلي د وحشت سیلۍ داسې خوره شوه چې هیچا دا فکر نه کاوه څوک دې ترې وژغورل شي خو دطیارو شور نور هم رانیږدې شو او دکنیاستو په حال کې شوې،

یو ناڅاپه د غره له  ډډې پرې دزیړکۍ دپیرونو باران جوړ شو طیارې بیرته له ویرې جګې شوې له پیرونو سره سم دداخلي ځواکونو په مرسته هلیکپټرو دغره لمن په سرو مرمیو کې پټه کړه ان تر دې چې دغره ونو او بوټو هم اور واخیست سهار دملابانګونو سره سم خلک د غره په لوري رهي شول  ګوري چې یو ځوانیمرګ یې ټوک ټوک په کټ کې اچولې او دکلي په لور یې راروان کړی چا پوښتنه وکړه دا څه کیسه وه او دا څوک وو له څو ځایونه څخه پرې اوازونه وشول

دې مسافر طالب جان زمونږ دکلي دبقا لپاره ځان قربان کړ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close