مسلمانان ولې د ځوړتیا حالت کې دي؟

عبدالحمید راشد

 په همدي موضوع دبحث لپاره قران ته ورځوو.

الآية: ﴿ قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِنْ فَوْقِكُمْ أَوْ مِنْ تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُمْ بَأْسَ بَعْضٍ انْظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ ﴾.سورةالأنعام ۶۵ لمبر ایت(

ژباړه:ورته ووایه اي پیغمبره الله قادر دي په دي باندي چې راولیږي په تاسو باندي عذاب دبره طرف نه اویا دلاندي طرف نه اویا وګرځوي تاسي ډلي ډلي او وڅکوۍ  تاسو ته عذاب په لاسونو دبعضو ستاسو بعضو نورو ته ته وګوره اي مخاطبه څنګه مونږ بیانوو موږ ایتونه ښایی چی دوي پوه شی.

 تفسیر:دغه ایت علماوو مختلف تفسیر کړی  چی ځني تفسیرونه دعلماوو موږ ستاسی مخي ته وړاندي کوو هیله ده چی په غور سره یی ولولي دي نه مخکی الله ج وفرماییل چی الله تاسو ته نجات درکړ دهر قسم مشکل نه اوبیا همدا تاسی دالله نافرماني کوی  او دالله ج سره شریک جوړی  اوبل څوک ورسره شریکوی نو اوس په دی ایت کی الله ج دنافرمانه خلکو عقاب ذکر کوی  چی ددی لپاره علماوو مختلف تفسیرونه کړی  چی هره توجیه یی تاسوته ذکر کوو.

-1امام واحدی په خپل تفسیر کی لیکی چی (من فوققکم ) معنی داده چي داسمان نه به درباندی دډبرو بارانونه وشی یابه درباندی داوبو سخت بارانونه وشی چی ستاسی ژوند به درخراب کړی او فصلونه به مو دباران په واسطه خراب شی اویا به موپه چیغه باندی هلاک کړی (لکه مخکنی امتونه چی پری تباه شوی وه) ﴿ أو من تحت أرجلكم ﴾ معنی داچی زلزلي به درباندي وکړ ی په ځمکه کی به مو ورغرک کړي (لکه قارون چی په ځمکه کي ورغرک شو  اوترقیامته به روان وی ځمکه کی ) الله دي موږ تري وساتي؛ أو يلبسكم شيعًا ﴾ او یا به مو مختلفو فرقو باندي وویشي  چي دهرچا به مختلف خواهشات وي او په هغي کي به یو دبل سره مخالفت کوي نونتیجه کي به دغه حالت پیښ شي چي الله یی په خپله ذکر کوي  اوفرمایي ﴿ وَيُذِيقَ بَعْضَكُمْ بَأْسَ بَعْضٍ﴾ او وبه څکوي تاسو لره په عذاب دبعضو ستاسو بعضو نورو ته (تاسی به خپلو لاسونو یوبل ته عذاب ورکوي) چی دغه دډلو ترمنځ اختلاف کله جنګ ته ورسیږي نو یوبل بیا قتلوی او وینه یی مباح ګڼی چی په نتیجه کي موټولنه فاسده اوژوند موګډوډ شی (چی دایوله سختو عذابونو نه دي چي حالا اکثره مسلمانان ددی قرباني دی )الله دی وړیا رحم وکړي

﴿انظر كيف نصرِّف ﴾ نو الله خطاب نبی صلی الله علیه وسلم ته کوي اومراد تري ټول امت دي  الله فرمایی تاسی ښه دالله عَزَّ وَجَلَّ ايتونه ګوری چي درته اوامر او نواهي په صریح ډول بیانوي اوبیا هم نه اصلاح کیږي (نوالله ج درباندي دنه اصلاح کیدو په صورت کي دغه شان عذابونه راولي) ﴿ لعلهم يفقهون﴾ ددی لپاره چي دوی پوه شي دخپلو اعمالو په نتیجه باندي

-1تفسير البغوي “معالم التنزيل” په خپل تفسیر کی دامام حسن اوامام قتاده صیب وینا ذکر کوي، هغوي وایی چی دغه ایت په باره داهل الایمان کي نازل شوي دي اوبعضي علماء وایی چی دا ایت په باره دمشرکینو کی نازل شوي دی نو معنا به یی  هم همغه شی کومه چي امام واحدی کړ ي ده

خوامام بغوی بیا دلته یوحدیث رانقلوي عَنْ جَابِرٍ رضی الله قَالَ: لَمَّا نَزَلَتْ هَذِهِ الْآيَةُ ، قَالَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وسلّم: «أعوذ بوجهك الكريم»، قَالَ: أَوْ مِنْ تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ ، قَالَ: «أَعُوذُ بِوَجْهِكَ»، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هَذَا أَهْوَنُ أَوْ هَذَا أَيْسَرُ»،

ژباړه له جَابِرٍ رضی الله نه روایت دی چی کله دا ایت نازل شو (قُلْ هُوَ الْقادِرُ عَلى أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذابًا مِنْ فَوْقِكُمْ)نو رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وسلّم اول شق سره وفرمائیل «ستا په عزتمن ذات باندي پناه غواړم» بیا یی ددوهم شق«مِنْ تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ»(سره وویل ستا په ذات باندي پناه غواړم )اوبیا یي دریم شق« أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُمْ بَأْسَ بَعْضٍ،»(سره وویل دا اسانه عذاب دي اویا سپک عذاب دي)

۳-ابن عباس رضی الله عنه فرمایی له فوق (پورته)نه عذاب دا معنا چي ظالم حاکمان به درباندی مقرر کړم اوتحت(لاندی)نه مراد داچي نااهله غلامان به درته درکړي همدغه شان قول دامام ضحاک صیب هم دي خوهغه دفوق نه مراد مطلق مشران اخلي او دتحت نه مراد مطلق کشران اخلي چی څوک ستا امر لاندي وي (هغه که ستا اولاد وي که ستا خادم وي که عسکر وي )نوهغه به ستا نافرماني کوي نودلته دنوروعلماوو اقوال هم شته دي چي اکثره دابن عباس رض الله عنه په نظردي او اکثره تفاسیرو همدا وروستني  قول غوره کړي  دي

رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وسلّم په یوبل حدیث کي ددی ایت تفسیر داسی کوي .

ما دالله ج نه دخسف اوداسمان دعام عذاب درانازلیدو باره کي دعا وکړه چي هغه یی راته قبوله کړه بیا مي تری نه دخپل امت لپاره دخپل منځي جنګ دبچاوو دعا وکړه نو الله عزوجل زه منعه کړم  ددی دعا نه (یعني دغه خپل منځي جنګ به ستا امت کي وي

بل حدیث کی هم رسول الله  ددی ایت تفسیر داسی کوي

ژباړه له عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ الْأَنْصَارِيِّ نه روایت دي چی بیشکه عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ دوي ته راغي او وی ویل :چی بیشکه نبی صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ په مسجد کي دعا وکړه  نوالله عز وجل نه یي ددري شیانوسوال وکړ نو الله ورته هغه دوه شیان ورکړل اویوشي نه یي منعه دالله نه یي وغوښتل چي دبل قوم نه دده په امت باندي څوک مسلط نکړي نوالله قبول کړ بیا یي سوال وکړ چي یاالله ته یي په عام عذاب سره مه هلاکوي نو الله دا هم قبول کړ بیایي داسوال وکړ چي یاالله  ته يي په خپل منځ کي یودبل سره دجنګ په نتیجه کي مه هلاکوي  نوالله ج ددي سوال کولو نه منع کړ .

نو چی کله مو حالت ډیر خراب شی نو دا دعا باید وویل شی چی دیته دعا دسختي وایی  الله دي موږ له دغسی حالاتو نه وساتۍ

((لاَ إِلهَ إِلَّا اللَّهُ العَظِيمُ الحَلِيمُ، لاَ إِلهَ إِلَّا اللَّهُ رَبُّ العَرْشِ العَظِيمِ، لاَ إِلهَ إِلَّا اللَّهُ رَبُّ السَّماوَاتِ وَرَبُّ الأَرْضِ، وَرَبُّ العَرْشِ

نوپورته ذکر شوی موضوع کي ما هغه څه ذکر کړل چي دمسلمانانو روان اوسني حالت ورپوری تړلي دي یعني که چیرته یی پورتني شیان په نظر کي ونلرل نوډیر ژرده چي دالله عذابونه به نور هم په دوي باندي زیات شی او دالله قهر اوغضب په هغه چا باندي زیات وی چي دالله نافرمانۍ کوي نو اي مؤمنانو راځي چي الله ج ته غاړه کیږدو څو مو ددنیا او داخرت ژوند غوره شی څوک دي دا فکر نکوي چی کفار خو دالله ج ډیر نافرمانه دي نو  ددوي حالات ولي نه خرابیږي؟ نو جواب دادي چي هغوي ته الله ج مهلت ورکوي الله فرمایی (ویمدهم في طغیانهم یعمهون )الله ج دوي ته ددوي په سرکشۍ کی مهلت ورکوي په دي دنیا کي خو اخرت کي الله ج ددوی لپاره دسخت عذاب وعده کړي

نو مؤمن سره ددي چي الله ج ورته دجنتونو وعده ورکړي دعوه هم دمسلمانۍ کوي اوبیا هم دالله ج نافرماني کوي نوپکار ده چي هروخت کي دالله ج اوامرو ته غاړه کیږدو زما په فکر باندي داوسني حالت ملامتیا ټوله باید په مسلمان واچول شی! ځکه الله ج ده ته دژوند دهري برخي لپاره یو کامل نظام رالیږلی خو دا بیا هم هغه کار کوی چي په شریعت کي هیڅ اصل او اساس نلرۍ! نو فلهذا پکار ده چي دژوند هره برخه کي اسلام ته توجه وشی  اودغرب دغه ناوړه اوچټل کلتور نه جدي خوداري وشي څو د دنیا او اخرت کامیابي مو په برخه شي او يوځل بیا د دنیا خلافت دمسلمانانو لاس ته ورولیږي

یوځل بیا دعمر بن الخطاب رضی الله عنه دخلافت غوندي خلافت د مسلمانانو په برخه شی

یوځل بیا دعمر ابن عبدالعزیز په څیر خلافت رانصیب شی یو ځل بیا داسي عادل نظام راشي چي خلیفه خپل ځوي دیو عادي مسلمان په قصاص باندی ووهي

یوځل بیا خلیفه خپل زوي په عام محضر کي په دروو باندي ووهي يوځل بیا خلیفه دخپل استحقاق نه اضافي خوراک بیرته بیت المال ته وسپاري او یو ځل بیا خلیفه په خپله د وړو بوجي ترشا او دغریب تر دیاره یی ورسوۍ یوځل بیا مو داسي خلیفه په نصیب شی چي کافر یی نوم اوری نو په خپل قصر کې له ویری نه ورته ژوند خوند نه ورکوي! یوځل بیا مو داسی خلیفه په نصیب شی چی دډیری لنډی مودي په تیریدو سره (۱۳۶۰)لوي ښارونه فتحه شی

یوځل بیا مو داسی خلیفه په نصیب شی چي دخپلۍ ښځی ګاڼه بیرته بیت المال ته ورواپس کړي

یوځل بیا مو داسي خلیفه رانصیب شی چي داوښکو ویالی یی په ناوو کې رواني شی!

یوځل بیا مو داسی تقوادار اوایماندار خلیفه مونصیب شی څو داسلامي خلافت لپاره جدي او کوټلي ګامونه واخلي . يوځل بیا د داسی خلیفه څیښتنان شو چي داقصی پر دروازه په جوش اوزور سره ننوځي او دیهودیانو له پلیتو پښو نه دالقدس خاوره پاکه کړي !

یوځل بیا دداسی اولاد خاوندان شی چی پلار یی ورته خوب بیانوي نودا ورته واي چي دالله امر په ځاي  او ما دالله ج دامر په اساس باندي حلال کړه!

یوځل بیا دداسی اولاد خاوندان شي چي پلار ته وایی په داسی طریقه می دحلالي لپاره برابر څملوه څوزړه دي راباندي ونه سوزي! اوالله عز وجل  ته  ملامت نشی یوځل بیا دداسی اولادنو خاوندان شو څو په دنیا او اخرت کي مو دسترګو ديخوالی سبب شی او جنت ته دتلو سبب مو وګرځي.

الله ج دي همداسی وکړي

امین یارب العالمین

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close