مسلمه امت اوزندانونه

اسیر ابن اسیر

په داپنځلسمه هجري پیړۍ کې داسې حالات مخته راغلل چې مسلمانان په هجــرت اودخپل وطن په پریښودلو مجبـور شول روزانه مو په سلګونو ځوانان په شهادت رسول کیږي اوکوم خلک چې په شهادت رسول کیږي دهغوئ جــرم فقط اوفقط ایمان او اسلامي عقیده ده ددې جرم په وجه دوئ قتل کولی شي اوددوئ ښځې کونډې اوبچیان یې یتیمان کولی شي دشهادت دسلسلې ترڅنګ دمسلمانانو بندي کول اوپه قسماقسم عذابونو یې عذابول دایو عادي کار اوعمل جوړ شوی او دمسلمانانو بندیانو سره چې څه کیږي هغه نه په اسلام کې شته نه په یو بل اسماني دین کې اونه ددنیا په رواج کې موندل کیږي نمرود اوفرعون اګرچې په دنیا کې لوئ ظالمان تیر شوي اوظلم کې یې شهرت لرلو خو لیکن په دې پنځلسمه پیړئ کې چې څه کیږي که چیرته دامونږ دهغو ظلمونو سره موازنه کړوچې نمرود اوفرعون به کول نوددې وخت دفرعوني اوطاغوتي قوتونو ظلم اوستم په حق دبندیانو کې به ډیر زیات وخیژي دهغه ظلم نه چې نمرود اوفرعون به کول ـ
منم چې نمرود اوفرعون دخدائې دعوې کړې وې اوخلکوته یې دخپل عبادت حکم کړی وه خولیکن له دې انکار بې زایه ده چې وویل شي چې ددې وخت دنمرودیانو اوفرعونیانو دعوې دخدائي دعووسره مترادفې دي ـ
ایادادخدائي دعوه نده؟ چې له ټولې دنیا غواړي چې تاسوبه زمونږ دفارمولې اوطرحې مطابق زندګي کوئ
ایادادخدائي دعوه نده؟ چې ددنیا خزانې اومعدنیات دخپل کنټرول او واک لاندې راوستل غواړي ـ
ایا دادخدائي چې کوم مسلمان دخپل حق او ازادي غـږ وکړي نوهغه بیا لمر نشي لیدلی او دلوڅ اسمان لاندې وخت نشي تیرولی بلکې داسې مسلمان به په زولنو کې شپه او ورز تیروي .
مسلمان سړي خو پریږده بې شماره مسلمانې ښځې هم په دې وخت کې دطاغوتي اوصلیبي قوتونو په بندي خانو کې دي دښځو بندي کول اوهغوئ ته بندیخانو کې تعذیبونه ورکول دفرعون تاریخ کې شته او زمونږ ددې زمانې نه وړاندې دفرعون نه غیر داسې هیڅ قوت نده تیر شوی چې هغوئ ښځې بندیانې کړي وي او هغوئ ته یې داسې عذابونه ورکړي وي.
اوهمدغه وجه ده چې فرعون ضرب المثل جوړشوی په ظلم کې خو لیکن که ددې وخت په طاغوتي اویرغلګرو قوتونو باندې نظر واچول شي نو دابه هرعاقل ته معلومه شي چې دفرعون دظلم ریکاډ ددې وخت فرعونیانو مات کړی.
اوپه فرعون کې په انسانیت اوبشریت باندې ترحم زیات وه له ترحم ددې وخت دفرعونیانو نه.
نه پوهیږم چې څه وجه ده چې ددنیا خلک غلي دي او ددې ظلم تماشه کوي اوددې ظلم خلاف غږ نه اوچتوي ـ
نه پوهیږم څه وجه ده چې ددنیا انسانان او تش په نوم اسلامي حکومتونه دظالم لاس نه نیسي او انساني همدردي نه کوي ـ خو داسې معلومیږي چې ددنیا ټول حکومتونه دوخت دطاغوتي قوتونو په عبادت باندې بوخت دي اوشپه او ورز په سجده دي اودومره وخت اوفرصت ورسره نشته چې دمظلومو انسانانو اواز اودهغوئ سلګئ اوپه زولنو کې دمظلومو بندیانو زګرویدل واوري ـ
شک نشته چې ددنیا ټولو حکومتونو د طاغوتي قوتونو دعبادت اوبندګۍ لوظ کړی خو لیکن دټولونه زیات مخلص دخپلو خدایانو سره هغه حکومتونه دي چې هغوئ په نوم اسلامي حکومتونه یادیږي ـ
ځکه چې دې حکومتونو او ددې حکومتونو حکمرانانو یوازې دخپلې بندګۍ او غلامۍ عهد دصلیبي خدایانو سره نده کړی بلکې شپه او ورز په دې کوشش کې دي چې داسلامي ملکونو اوسیدونکي مسلمانان هم طاغوتي اوصلیبي خدایانو ته په سجده کړي اوکوم مسلمانان چې دثلیبي خدایانو دبندګۍ نه انکار اومخالفت کوي ـ
دا غلام حکومتونه ئې رانیسي په زولنو یې تړي اوپه قسماقسم عذابونو یې تعذیبوي ـ
همدغه وجه ده چې نن په مسلمانانو بندي خانې ډکې دي اوپه دئ جرم بندیانولی شي چې دوئ دخپلې ازادئ او حریت اعلان کړی او دصلیبي خدایانو خدائي ئې نامنظوره بللې ده.
خولیکن په مسلمانانو باندې که هرڅه تیریږي نو دافقط دالله ج ددین په خاطر دي اوهمدغه بندي توب اوتعذیبول دي چې مسلمانان په دې سره جنت حاصلولی شي نو هربندي ته پکار ده چې صبر او استقامت وکړي او دالله ج نه داجر او ثواب امید وار شي ـ
دا بند اوقید په اسلام کې کومه نوې خبره نده بلکې دپخوانه مسلمانان ددین دغلبې او کامیابئ دپاره بندي خانې اوقیدونه برداشت کړي دي او بندي کیدل په زولنو تړل کیدل دصحابه ؤ نه دعامو مسلمانانو لپاره دالرجیع دسریې یو سنت ده چې وخت په وخت مسلمانان داسنت راژوندی کوي
الله ج دې په ټولو مسلمانانو خاصکر په بندیانو خصوصي رحم وکړي ـ امین یارب العالمین ــ

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close