مسلمیار: که څه هم ملت یې نه غواړي،خو د امریکایانو پاتې کیدل یو ضرورت دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵)

په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونو له طالبانو سره مخامخ ملاقاتونه پیل کړي او د خپلو ځواکونو ایستلو ته یې زړه ښه کړی، د افغان چارواکو اندیښنې ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو دي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل دهادي مسلمیار وایي، په هیواد کې د امریکایانو حضور یو ضرورت دی چې باید پوځي مراکز ولري.

نوموړی زیاتوي

“ که څه هم غوڅ اکثریت ملت د امریکایانو پوځي حضور  نه غواړي، خو د ګاونډیو هیوادونو د مداخلې له ویرې یې حضور یو ضرورت بولو“

مسلمیار د امریکایانو د عملي شتون پر مهال د ګاونډیو هیوادونو بربنډې لاسوهنې (په کنړ او ننګرهار د توپونو ویشتل،د اغزن تار غځول او….) په اړه څه ونه ویل.
نوموړی دغه راز وایي، که طالبان جګړه بس کړي، موږ به د سولې پر میکانیزمونو او د بهرنیانو د نیټې پر معلومولو غور وکړو.
د مسلمیار په خبره، څومره چې طالبان سولې ته ځان نږدې کوي په هغه اندازه بهرنیان له افغانستان څخه وتلو ته اماده کیږي.
نوموړی امریکا د افغانانو ته دخیر ښیګڼې او ټیکاو په برخه کې یو ښه دوست بولي او زیاتوي چې د بهرنیانو حضور د ګاونډیانو د لاسوهنې مخه هم نیولې ده.
د مشرانو جرګې رئیس داسې مهال دا څرګندونې کوي،چې تیره ورځ د سولې عالي شورا هم د بهرنیانو د وتلو پر شرط اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې طالبان باید لومړی سوله وکړي، بیا به د بهرنیانو د وتلو پر مهالویش خبرې کیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close