مسوولين: د تير کال په پرتله د افغانستان صادرات ۳۲ سلنه زيات شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۷)

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ مسوولین وايي، د تير کال په پرتله د روان ۱۳۹۷ مالي کال په صادراتو کې زياتوالی راغلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل عبدالرحيمزی نن د سې شنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل، د ۱۳۹۷م کال په تيرو اتو مياشتو کې د تير کال د همدې مودې په پرتله د افغانستان صادرات ۳۲ سلنه زيات شوي دي.

عبدالرحميزي وويل، په بهرنيو هېوادونو کې د بازار موندنې موخو لپاره سوداګريزې ميلې جوړول، هوايي دهليزونه او د چین، قزاقستان، هند او ازبکستان سره د ترانزيت لارې جوړول هغه څه دي چې د هېواد صادرات ورسره لوړ شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ مسوولينو د معلوماتو له مخې، د کورنيو محصولاتو لاسته راوړنې په ۲۰۱۶کال کې ۶۱۴ميليون ډالره و، په ۲۰۱۷م کې ۷۸۳ ميليون ډالره شوه او د روان کال په اتو مياشتو کې تر دې دمه ۴۷۷ ميليون ډالرو په ارزښت بهرنيو هېوادونو هند، ترکيې، پاسکتان، چين او امارتو ته صادرات شوي دي.

 د عبدالرحيمزي په خبره، د صنعتي پارکونو د پالیسۍ تصویب، په ټولو صنعتي پارکونو کې د یو متر مربع ځمکې د ۵۰ افغانیو د بیې د ټاکنې د طرحې تصویب، په کابل کې د ۱۱۴ جریبه ځمکې راګرځول او دغه راز د باریک آب په صنعتي پارک کې پانګه اچوونکو ته د ۶۰ جریبه ځمکې وېش، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close