مسوولين: د سمنګان د بادامو حاصلاتو کې ۳۸ سلنه زياتوالی راغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۸)

د سمنګان ولايت د کرنې ریاست مسوولين وايي، د تير کال په پرتله سږ کال د دغه ولايت د بادامو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې رياست د مدير نجیب الله جویا په وينا، د رياست له لوري د باغونو د څېړنو پايلې ښيي چې سږ کال په سمنګان کې د بادامو حاصلات ۳۸ سلنه لوړ شوي دي.

نوموړی وايي، تير کال د بادامو حاصلات درې زره ټنه و خو سږ کال دغه حاصلات څلور زره يوسل پنځوس ټنه ته رسېدلي دي.

د کرنې رياست د معلوماتو پر اساس، په دغه ولايت کې د بادامو ټول”۴۸۸۰” جریبه باغونه شته چې ډيری يې په خرم سرباغ او حضرت سلطان ولسواليو کې شتون لري.

ځايي سوداګر وايي، تير کال په دغه ولايت کې یو من بادام له اته سوه تر درې زره افغانيو پلورل کېدل او سږ کال د یومن بادامو بیعه له زرو نيولې تر درې زره پنځه سوه پلورل کېږي.

سوداګر وايي، د سمنګانو  شپیته سلنه بادام د هېواد سربيره هند، پاکستان او عربي متحده ایالاتو او نورو بهرنيو هېوادونو کې پلورل کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close