مسوولين: د “سوختوک” بند کار بشپړ شوی، ژر به يې برېښنا فعاله شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۸) د دایکندي ولايت د برېښنا شرکت مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د “سوختوک بند” د جوړېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ډير ژر به يې برېښناله فعاله شي.

د برېښنا شرکت د مسوولينو په وينا، د غه بند به سږ کال ګټې اخيستنې ته وسپارل شي زياتوي چې ساختماني چارې به يې د روان کال تر پايه بشپړې شي، لېږدونکي مزو چارې يې هم پيل شوي چې ډير ژر به د برېښنا د توليد جوګه شي.

 د دايکندي د برېښنا امر قربان مصدق وايي: “د يادې پروژې کار تکميل شوی، برېښنا به يې ډير ژر د دايکندي په مرکز کې په رسمي ډول فعاله او پرانيستل شي، د مزو د غځولو ټول آلات اماده دي او د برېښنا د پايو نصبول هم پيل شوي دي”.

د مصدق په وينا، د سوختوک برېښنا بند به اووه سوه کيلو واټه برېښنا د توليدلو ظرفيت ولري او د دايکندي مرکز ډيرو برخو ته به يې برېښنا ورسېږي زياتوي ښايي د دغه برېښنا له کبله په ولايت کې ځينې کارخانې او فابريکې هم جوړې او په کار پيل وکړي .

د برېښنا دغه بند د دایکندي د مرکز په پنځه کيلو مترۍ کې د “سوختوک” په سيمه کې پروت دی چې پر جوړېدو يې پنځه ميليونه ډالره لګښت راغلی او پيسې يې د برېښنا شرکت له بودجې ورکول شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close