مسوولين: هرات کې ۷۱ ماشومان د خپلو کورنيو له خوا پلورل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۷)

د هرات د کار، ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولینو ادارې رئيس عبدالقیوم افغان وايي، د ياد ولايت په شيدايي سيمې ته يو شمير بې ځايه شوې کورنۍ راغلي چې ډيرو يې خپلو اولادونه پلورلي دي.

د عبدالقيوم په وينا، په یاده سيمه کې (یواويا) ماشومان له سل زرو تر درې سوه زره افغانيو په بدل کې پلورل شوي دي.

نوموړی وايي، دغه ماشومان له يوه نيولې تر پنځو کلونو عمرونه لري چې د کوژدې کولو په نامه پلورل شوي دي.

یاده اداره وايي، د يادې مسلې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی او په دغه قضيه کې ککړ کسانو سره به قانوني چلند وشي.

عبدالقيوم زياته کړه، دغه ماشومان د خپلو کورنيو له لوري د بيوزلۍ، اقتصادي مشکلاتو او بې کارۍ له امله پلورل شوي دي.

تر دې مخکې هم افغانستان کې یو شمير کسانو خپل ماشومان د بې وزلۍ له کبله پلورلي خو دا لومړی ځل دی چې په دومره ډير شمير کې ماشومان پلورل کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close