مسوولین: افغانستان له ازبکستان څخه نوره “زر” میګاواټه بريښنا واردوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۶)

د افغانستان د بريښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي، افغانستان به راتلونکي کال کې له ازبکستان څخه زر ميګاواټه نوره بريښنا هم وارد کړي.

د توحيدي په وينا، د دغه بريښنا مزي به د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر مياشت کې د سرخان- پلخمري له لارې وغځول شي.

نوموړی وايي، د یادې پروژې د عملي کولو لپاره د ازبکستان يو پلاوی کابل ته راغلی او له مسوولينو سره يې د ازبکستان او افغانستان تر منځ د زر ميګاواټه بريښنا د انتقالولو پر پروژې خبرې کړي.

د توحيدي په خبره، د سرخان څخه پلخمري پورې پنځه سوه کيلو واټه لين دی چې زر میګاواټه بريښنا به انتقالوي او د سروې او تدارکاتي کارونو له سرته رسولو وروسته به د يادې پروژې ډيزاين او عملي چارې پيل شي.

دا مهال افغانستان له ازبکستان څخه درې سوه ميګاواټه بريښنا واردوي چې وخت ناوخت پر کابل او ځينو نورو سيمو چې ياده بريښنا ورغځېدلې د ځينو لاملونو له کبله پرې برېښنا پرچاوي کېږي.

افغانستان دا مهال شپاړلس سوه ميګاواټه بريښنا لري چې زر ميګاواټه يې له ګاونډيو هېوادونو لېږدولې او شپږ سوه ميګاواټه په هېواد کې د ننه برابروي چې د افغانستان د وګړو اړتياوو پوره کولو لپاره کافي نه ده.

دا چې افغانستان پراخه اوبه، سيندونه او د بريښنا بندونو لپاره مناسب ځايونه لري خو تر دې دمه حکومتونو په کور دننه د بريښنا د توليد لپاره حقیقي ګامونه نه دي اخيستي او د هېواد ډيرې اوبه ګاونډيو هېوادونو ته بهيږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close