مسيحي ملېشې منځنۍ افريقا کې مسلمانان له رايو اچولو ايساروي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

منځنۍ افريقا کې نوي قانون ته له رايو ورکولو سره هم مهال تېره ورځ د تاو تريخوالي پېښې او ډزې رامنځه ته شوې دي.

دغه تاو تريخوالي ډېری ځايي خلک نوي قانون ته له رايو ورکولو پاتې کړي دي.

عيني شاهدان وايي، مسيحي وسله وال په بي کی۵ کلي کې خلک له رايو ورکولو ايساروي، همدا راز د پلازمېنې بانګي په نورو سيمو کې هم اوسېدونکي تهديد شوي دي.

په پلازمېنه کې وروسته له هغه ګډوډي جوړه شوه، چې دستوري محکمې پخوانی رييس فرانسوا بوزيزيه او د مسيحي ملېشو «انتي بالاکا» مدير پاتريس اډوارډ راتلونکو رياستي ټاکنو کې له نوماندۍ ايسار کړل.

ټاکل شوې ده، چې د روانې مياشتې په ۲۸مه او د راتلونکې جنورۍ په ۳۱مه د ولسمشرۍ ټاکنو ته رايه واچول شي، چې ۲ مليونه وګړي به په کې ګډون وکړي.

ياده دې وي، چې مسلمانان په منځني ختيځ کې وروسته له هغه د مسيحیانو تر توندو بريدونو او وژنو لاندې راغلل، چې ولسمشري د لومړي ځل لپاره يوه مسلمان ونيوله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close