مسير: د شپږ زره بمونو زياته پرخه پر ملکي وګړو کارول شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۱)

وړمه ورځ د امريکا دفاع وزارت “پنټاګان” په يوه راپور کې وويل چې امريکايي جنګي الوتکو د روان ۲۰۱۸م ميلادي کال له پيله تر لسمې مياشتې پورې په افغانستان کې له شپږ زور زيات بمونه غورځولي دي.

د پنټاګان راپور کې راغلي، چې دغه بمونه د F16، بي 52، ای سي ډوله او نورو جنګي الوتکو له لوري غورځول شوي دي.

د غربي رسنيو تر څنګ داخلي رسنۍ او د ملکي وګړو د خونديتوب ځينو ادارو هم د امريکا له خوا پر زياتېدونکو بمباريو اندېښنه څرګنده کړې په وينا يې چې د دغه بمباريو او هوايي بريدونو ډيری قربانيان ملکي وګړي دي.

له کابله خپرېدونکې مسير ورځپاڼې د خپلې ننۍ ګڼې په سرمقاله کې ليکلي، که څه هم امريکا دعوه کوي چې دغه بمونه يې پر طالبانو کارولي خو د ورځپاڼې په باور (د دغو بمونو یوه وړه برخه پر وسله والو مخالفینو او یوه لویه برخه یې پر ملکي وګړو کارول شوي دي.)

ورځپاڼه زياتوي، څومره چې د بمونو ورول زيات شوي په هماغه اندازه ملکي تلفات هم زيات شوي زياتوي چې ( یوازې په تېره اونۍ کې لسګونه افغانان د امریکا د دغو بمونو په واسطه وژل شوي چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان دي.)
د مقالې ليکوال په هلمند کې د تيرې اوونۍ امريکايي بمبار ته اشاره کړې په وينا يې  د هلمند په ګرمسیر کې وروستی وحشت د دغه بمونو ښکاره بېلګه ده چې څنګه دغه امریکايي بمونه زموږ ښځې او ماشومان په نښه کوي ک”ه څوک د دغه وحشت د قربانیانو تصویرونه وګوري، پوهېږي چې امریکايي بمونه په ریښتیني ډول د چا پر خلاف کارول شوي دي”.

د امريکا د دفاع وزارت د دغه اعلان سره په کابل کې د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ مشر عزيز احمد تسل وويل چې د امريکا او دولتي ځواکونو په هوايي بريدونه کې تر ډيره ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او غوښتنه يې وکړه چې د ملکيانو خونديتوب ته دې پام زيات شي.

د امريکايي ولسمشر ټرمپ له نوې پوځي تګلارې سره په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته واکونه ډير شول چې د هغوی له لوري ډير تمرکز په هوايي بريدونو و چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

که څه هم ډيری وخت د بهرنيو او دولتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي خو تر اوسه يې په اړه د افغان حکومت او په افغانستان کې ميشت بهرنيو پوځي چارواکو د ملکي تلفاتو د مخنيوي په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې مشرانو جرګې په بابار پر ملکي ميشت ځايونو د شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو د درېدو غوښتنه وکړه خو په وينا يې امريکايي چارواکي او افغان حکومت يې په اړه هيڅ غږ نه اوري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close