مسکو: د جامو جوړولو په کارخانه کې اورلګېدنې، ۹ تنه قرغزیان وژلي

کابل ټکی کام ۱۲ سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ور کړی دی چې د شنبې په ورځ ماښام مهال د جامو جوړولو په یوه کارخانه کې اور لګېدلی وو چې له امله یې ۱ ماشوم او ۸ تنه نور قرغیان ووژل شول.
اورلګېدنې تقریباً درې زره متر مکعبه سیمه اشغال کړې وه.
خبرونه وايي چې په یاده پېښه کې ۲ روسيان چې په خټه قرغزان ول، او ۲ تنه نور ازبکان هم وژل شوي دي.
د اور لګېدنې لامل نه دی په ګوته شوی.
د مسکو د اطفایې کارکوونکو له لورې په ۵ ساعتونو کې د اور د وژلو عملیات سرته ورسول.
د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت یې په تأیید کې ویلي دي چې له قربانیانو سره د مرستې اعلان کړی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close