مسکو غونډه او د ګډونوالو ویناوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۶)

د افغان فعالانو لخوا د روسیې په پلازمینه مسکو کې جوړه شوې غونډه روانه ده او ښایي چې سبا هم دوام وکړي.
په دغه بین الافغاني غونډه کې د طالب استازي سربیره ، پخواني ولسمشر حامد کرزي، عطانور، یونس قانوني او محقق هم خبرې وکړې او په خپل وار یې د افغان سولې لپاره دغه غونډه یو نیکمرغه ګام یاد کړ.
کرزي وویل، ‏افغانان داسې یو افغانستان غواړي، چې هېڅ بهرنی هېواد یې په کورنیو چارو کې لاسوهنې ونه لري.
نوموړي له زلمي خلیلزاد نه هم مننه وکړه او د مسکو غونډې جوړونکو ته یې هم کور ودانی ووایه.
یونس قانوني بیا وویل، له طالبانو سره د نظر اختلاف شته خو هر څه د بحث وړ دي ، هغه له اساسي قانون څخه هم دفاع وکړه خو زیاته یې کړه چې تعدیل په کې امکان لري

غونډې ته د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرایه رئیس عطامحمد نور د موقت حکومت پر جوړیدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه ‏موږ نه غواړو، چې د طالبانو غوښتنې عادي وګڼو خو د تیرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې باید هیرې نه شي.
محقق هم د سولې پر راوستو او د یو پراخ بنسټه حکومت جوړیدل یوه اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې ‏ باید نور د جګړې لپاره پلمې ونه‌لټوو بهرنیان له افغانستان وتونکي دي او له دواړو خواوو غواړم، چې راځئ په خپلو کې سره کینو او سولې ته و رسېږو

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close