مسکو غونډې ته د عبدالسلام ضعيف د وينا مهم ټکي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۷)

نن يوځل بيا په مسکو کې د طالب استازو او افغان سياستوالو تر منځ ناسته پيل شوه.
په دغه ناسته کې پخواني سفير ملا عبدالسلام ضعيف وويل: د مسکو غونډې ثابته کړه چې افغانان په خپل منځ کې ډير مشترکات لري.
نوموړي زیاته کړه، چې ټول اړخونه دې له خپلو ژبو سره احتیاط ډیر وکړي او توندې څرګندونې دې نه کوي په خبره يې ټول اړخونه باید د ورورلۍ او سوله ییزه ژبه وکاروي.
هغه وويل، د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړو کې دې د ملکي خلکو مرګ ژوبلې ته پاملرنه زياته او ملکي تلفات بایاد کم شي.
د ضعيف په وينا، دواړه اړخونه دې له تعرضي حالت څخه ځان وژغوري او دفاعي حالت اختیار دې اختيار کړي.

همدراز نوموړي په خپلو خبرو کې سولې ته د رسېدو لپاره د بنديانو او په ځانګړي توګه د هغه بنديانو چې ناروغانو دي خوشې کول مهم وبلل په خبره يې (ټول دې په يوه اتفاق د يوبل پرضد له توندو څرګندونو او تبليغاتو ډډه وکړي).

عبدالسلام ضعيف وويل، په سوله ييز افغانستان کې هيڅوک بايد محکوم نه وي او ټولو افغانانو ته بايد ډاډ ورکړل شي چې سوله د ټولو په ګټه او د هيڅ يوه اړخ پرضد نه ده.

نن دوهمه ورځ ده چې په مسکو کې د نږدې افغان سياستوال، سياسي ګوندونو استازو او طالب استازو تر منځ د افغانستان د سولې او راتلونکې په اړه کنفرانس روان دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close