مسکو ناسته؛ افغان حکومت ولې گډون نه کوي؟/ بدرالدین ابدال

د افغان  سولې په تړاو د نړۍ په گوټ ـ گوټ کې پټې او ښکاره ناستې کېږي. په ځینو ناستو کې طالبانو ته د گډون اجازه نه ورکول کېږي او ځینو ته چې طالب استازي وربلل شي او طالبان یې بلنه ومني؛ نو د جگړې دوه مهم لوري افغان حکومت او امریکا په کې د گډون کولو نه «نټه» وکړي.

روسیې اعلان کړی چې د راتلونکي سپتمبر میاشتې په څلورمه نېټه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله ناسته رابولي، چې د سیمې د هېوادونو سربېره به پکې د نړۍ مهمو هېوادونو مشران هم گډون وکړي. په دغه ناسته کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، هندوستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو مشران گډون کوي او د افغان جگړې د نورو تمویل کوونکو گډون تراوسه منل شوی نه دی. افغان حکومت او په ځانگړې ډول د سولې شورا د دې ناستې هرکلی وکړ او د گډون ژمنه یې هم وکړه؛ خو د امریکا له انکار وروسته افغان حکومت هم په شا شو او د مسکو په ناسته کې یې له گډون کولو څخه ډډه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې افغان حکومت په داسې ناستو کې گډون کوي چې مشري یې د افغان حکومت پرغاړه وي؛ خو په هغو ناستو کې به گډون ونه کړي چې مشري یې نور هېوادونه کوي.

دوی ونه ویل چې د اسلام‌اباد، بېجینگ، مسکو، تاشکند، جاکارتا او په سعودي عربستان کې د شویو ناستو مشري چا کوله؟ ایا افغان حکومت د دغو ناستو مشري هم کوله؛ که یوازې د مسکو ناستې مشري ورنه سپارل شوه؟ ایا حکومت د امریکا په اشاره خپل حرکتونه نه کوي او په داسې کړنو خپل استقلال(!) نور هم د پوښتنې لاندې نه راولي. ځکه حکومت خو له دې وړاندې ډېرې غټې وعدې ورکړې او د گډ حکومت مشر اشرف غني خو ویلي وو، چې د سولې لپاره له خپل سر هم تېر دی.

سوله د افغانانو حیاتي مسئله ده او د امریکا حضور په افغانستان کې هم د افغانانو، هم د سیمې هېوادونو او هم د نړۍ لپاره یو گواښ دی، چې د افغان حکومت نه پرته یې افغانان هم امریکایان نه غواړي. روسیه، چین او ایران د امریکا پاتې کېدل په افغانستان کې نور نه غواړي؛ ځکه د امریکا په موجودیت کې دلته داعش راپیدا کېږي او امریکا یې په ښکاره او پټ ملاتړ کوي. په شمال او ختیځ افغانستان کې همدا اوس امریکا د داعش په ملاتړ د طالبانو پر لیکو بمباري کوي او د درزاب ولسوالۍ څخه ۲۰۰ پورته شوي داعشیانو د مرگ او ژوند مسئله تراوسه گونگه ده.

افغان حکومت له دې وړاندې خپل اعتبار هم په سیمه، هم په نړیواله کچه او هم دننه افغانستان کې بایللی دی او په داسې پرېکړو کولو سره یې نور اعتبار هم له منځه ځي. ځکه اوس او مخکې ټولو فکر کاوه، چې د ملي یووالي حکومت مشران د امریکايي چارواکو له اجازې پرته د یوې خبرې کولو صلاحیت هم نه لري.

طالبانو له لومړي سره ویلي، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي او د طالبانو دغه دریځ ورځ تر بلې حقیقت ته رسېږي، چې افغان حکومت په خپلو چارو کې خپلواک نه دی؛ ځکه د روانې جگړې ترشا امریکايي مشاورین ناست دي او خبرې یې یوازې په پښتو او دري د افغانانو په ژبه ویل کېږي.

د مسکو ناسته کې پرېکړې نه کېږي، بلکې یوازې د سولې مقدماتي خبرې دي او امریکا او افغان حکومت باید دغه موکه له لاسه ورنه کړي. که چېرته امریکا خپل پوځیان په یو مخیز ډول وباسي؛ نو د افغان حکومت د مشرانو د سترگو اړولو ځای به نه وي پاتې وي او بیا به مجبور وي، چې د طالبانو ټولې غوښتنې ومني.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close