مسکو ټايمز : طالبانو د مسکو په ناسته کې د ګډون هوکړه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۵)

د مسکو ټایمز ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې د روسي چارواکو په حواله ویلي چې، په قطر کې دطالبانو سیاسي استازو هوکړه کړې څو د افغان سولې په تړاو  د مسکو په نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

یادې ورځپاڼې ویلي، افغان حکومت له دې ناستې ویره لري او په وینا یې چې افغان چارواکي په دې باور دي چې دا ناسته د سولې روانو هلو ځلو ته چې د امريکا په مشرۍ مخته درومي ، زيان اړوي.
ورځپاڼې د روسي چارواکو له قوله ویلي چې په دغه غونډه کې به د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس شيرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو پنځه کسيز پلاوى ګډون وکړي.

خو د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې دوی په هغو ناستو کې هیڅ ګډون ته لیوالتیا نه لري چې طالبان یې ګډونوال وي او په دې برخه کې یې د سولې د عالي شورا د یوه پلاوي د استولو هوکړه کړې.

د سیاسي چارو کارپوه او مدني فعال شفیع اعظم وایي؛  تمه وه چې ولسمشر غني به سولې ته د ريښتوني تږي او د استقلاليت تمثيل په پار مسکو کنفرانس ته خپل با صلاحيته استازی ور واستوي.
د دې باوجود چې د امريکا حکومت غني په ټوله مانا ايګنور کړی او ټرمپ خو یې بيخي له ليدو انکار وکړ، مګر ده بيا هم د خپل صداقت ښودلو لپاره وروستۍ هڅه وکړه او د هغوی سترګې یې وڅارلې او د دوی په خوښه یې دغه حياتي کنفرانس کې له ګډون نه نټه وکړه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close