مسکو کې د بین الافغاني مذاکراتو په موخه غونډه پیلیدونکې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۶)
د سولې په تړاو طالبانو او افغان سیاسي څیرو تر منځ د روسیې په پلازمینه مسکو کې غونډه پیلیدونکې ده.

د دغې غونډې یو چمتوکونکي عمر نثار رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې وه چې غونډه پر نهو بجو پیل شي خو د ګډونوالو د ناوخته رسیدو له امله غونډه درۍ ساعته وځنډول شوه.
په مسکو کې د افغان ټولنې مشر غلام محمد جلال وايي، په دغه غونډه کې به تر ۴۰ زیات  افغان سیاستوال او د طالبانو د قطر دفتر ۱۰ استازي ګډون وکړي.
د غونډې ګډونوال وایي، په نننۍ ناسته کې به بین الافغاني ډیالوګ ته لار پرانیستل شي، د دواړو خواوو نظرونه به تبادله کېږي او د افغان سولې لپاره د زمینې برابرولو هڅې به ګړندۍ کېږي.

د غونډې ګډونوال نظر محمد مطمئن وایي، غونډې ته طالبان په جلا هوټل کې او له کابل څخه راغلي کسان هم په دوو بېلابېلو هوټلونو کې میشت شوي دي.
دغه غونډه چې په مسکو کې د میشتو افغان فعالانو له خوا ور غوښتل شوې، په کې هڅه کیږي چې د روانې جګړې د پای ته رسولو او د یوه افغان شموله نظام د رامنځته کیدو په هکله تګلارې او وړاندیزونه وړاندې شي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close