مسکو کې یو بل روسي دیپلومات وژل شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲) زرغون خوږیاڼی

په ترکیه کې د روسيې د سفیر له وژل کیدو وروسته په ډاګه شوه، چې په مسکو کې د روسیې یو پخوانی دیپلومات هم وژل شوی دی.

په ترکیه کې د روسي دیپلومات اندري کارلوف له وژل کیدو په سبا ورځ په مسکو کې د روسیې د یو لوړ پوړي دیپلومات مړی په خپل کور کې موندل شوی دی، دا خبر د روسیې سپوتونیک پښتو څانګې په ډاګه کړی.

یادې سرچینې ویلي، چې په مسکو کې روسي دیپلومات « پيټر پولشیکوف» نومیدو او ۵۶ کاله عمر یې درلود، نوموړی په خپل کور کې په داسې حال کې وژل شوی، چې میرمن یې هم په کور کې وه.

په سیمه کې امنیتي ځواکونو د نوموړي جسد ته نږدې د مرمیو دوه خولونه«نړۍ» او تر کور لاندي یې توپانچه موندلې ده، امینتي سرچینو ویلي، چې د نومړي بریدګر نه دی معلوم شوی او په اړه یې پلټنې روانې دي.

پيټر پولشیکوف په بولیویا کې د روسیې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او تر هغې ورسته د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د لاتیني امریکا په څانګه کې مهم غړی پاتې شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close