مشرانوجرګه: له امريکا سره دې امنيتي تړون لغوه شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۷) الماس خدرخېل

د مشرانو جرګې يو شمېر غړي په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو هوايي عملياتو کې د ملکي افغانانو وژل غندي او وايي چې له امريکا سره شوی تړون باید بېرته لغوه شي.

د يادې جرګې غړو له حکومته غوښتي، چې په هوايي بريدونو کې د وژل شويو افغانانو عاملين پيدا او محاکمه کړي.

څو ورځې وړاندې د کندوز په بزکندهاري سيمه کې امريکايي الوتکو هوايي بريدونه وکړل، چې نږدې ۸۰ تنه ښځې او ماشومانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

مشرانو جرګه دا پېښه، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي، جنګي جنایت بولي او له امریکا سره د امنیتي تړون د لغوې غوښتنه کوي، د دوی په وينا د دې تړون لاسلیک د امنیتي پېښو په کمښت کې کموالی نه بلکې زياتوالی راوستی، ځکه خو باید بېرته لغوه شي.

د مشرانو جرګې ځينو غړو د ګډ حکومت مشران د امريکا غلامان یاد کړل او زياته يې کړه چې د بهرنيو له لوري د ملکي خلکو په پرلپسې وژل کېدو هم چوپه خوله دي.

مشرانو جرګې همداراز په دې تړاو د رسمي اعلامیې د خپرولو پرېکړه وکړه.

بايد وويل شي، چې له دې مخکې هم ورته پېښې رامنځته شوي، خو له لنډې مودې وروسته یې دوسیې همداسې تړل شوي او عاملانو ته یې هېڅ ډول سزا نه ده ورکړل شوې.

له امریکا سره امنیتي تړون د لېندۍ په درېیمه د ولسي جرګې په فوق العاده غونډه کې تایید شو.

په یاده ناسته کې د ۱۵۷ استازیو له ډلې دریو تنو خپلې رايې سپینې وکارولي او پنځو تنو نورو د تړون له لاسلیکېدو سره مخالفت وکړ.

د جرګې غړي وايي، دې تړون کومه ګټه نه ده کړې، نه يې امنيتي ستونزې راکمې کړې دي او نه يې هم په اقتصادي برخه کې کوم تاثیر کړی دی.

سیاسي شنونکي په دې اند دي، چې امریکا په هیڅ ډول د افغانستان په امنیت کې ځان مسوول نه دی بللی، د دوی په خبره دلته چې اوس هر څه کېږي مسوولیت يې همدغه تړون ته راجع کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close