مشرانو جرګه:لا هم د هلمند ۸۰ سلنه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۷)

د مشرانو جرګې امنیتي او دفاع کمېسیون وایي، د امریکا او نړیوالې تولنې له ملاتړ او د افغان ځواکونو د بیسارو قربانیو سربیره لا هم دهلمند ولایت د ۸۰ سلنه خاورې حاکمیت له طالبانو سره دی.
د هیواد د جغرافیې لسمه برخه د هلمند ولایت دی چې د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون مشر محمد هاشم الکوزی وایي، دلته د ولایت په کچه تر ۲۰ سلنې کمه برخه د دولتي ځواکونو تر کنترول لاندې ده.

نوموړی له پراخو ځمکنیو او هوایی عملیاتو سربیره بیا هم دولت تورنوي چې ګواکې په ریښتونې توګه نه غواړي په یاد ولایت کې طالبان وځپل شي.
خو د هلمند والي بیا پر امنیتي ځواکونو د ناغیړۍ تورونه ردوی او زیاتوی چې د دې ولایت په نادعلي او چاه انجیر سیمو کې یې لا هم عملیات مخ پر وړاندې روان دي او هڅه کوي له طالبانو له خوا د نورو سیمو د نیولو مخه ډب کړي.

باید وویل شي چې دهلمند ولایت د دیشو، خانشین، نوزاد، موسی کلا، سنګین او بغران ولسوالۍ او د ښارڅلورمه امنیتي حوزه په بشپړه د طالبانو په لاس کې دي خو د ګرمسیر، مارجې، واشیر اوکجکي ولسوالیو یواځې مرکزونه دي چې حکومت پرې کنترول لري نورې ټولې ساحې طالبانو نیولې.

په ورته وخت کې د ملي یووالي د حکومت  اجرایه ریاست وایي،  د ټول هیواد په ۶۰ سلنه خاوره طالبان واکمن دي.

محمد محقق ویلي، دا نه شي تائیدولی چې د هیواد ۷۰ سلنه دې طالبانو نیولې وي خو په یقین سره ویلی شي چې د ۶۰ سلنه خاورې حاکمیت د وسلوالو طالبانو په لاس کې ده

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close