مشرانو جرګه: افغان جګړه بلک واټر ته سپارل د امریکا د ماتې معنا لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۸)

په وروستيو کې د بلک واټر امريکايي امنيتي کمپنۍ يو ځل بيا ويلي چې امریکا په پام کې لري څو د افغانستان جګړه دغه کمپنۍ ته وسپاري خو د مشرانو جرګې غړي وايي خصوصي کمپنۍ ته د افغانستان جګړې سپارل د امريکا د ماتې معنا لري.

د مشرانو جرګې غړو په ننۍ غونډه کې وويل چې بلک واټر ته د افغانستان جګړې سپارل د افغانستان د خلکو غوښتنه نه ده ځکه چې دغه کمپنۍ په ډيرو جنايتونو ککړه ده.

د جرګې رئيس فضل هادي مسلميار وويل، امریکا بايد د افغانستان د خلکو غوښتنې ته پام وکړي او له يادې پريکړې لاس په سر شي زياتوي “مونږ له امريکا او ناټو سره امنيتي تړون لرو، نه له يوه جنګي کمپنۍ سره”.

نوموړی وايي، چې حکومت دې بلک واټر کمپنۍ ته د افغان جګړې سپارلو مخنيوی وکړي ځکه چې د بلک واټر راتلل به په هېواد کې د ويجاړيو سبب شي.

بلک واټر امنيتي کمپنۍ تر دې مخکې هم د امریکا متحده ايالاتو څخه غوښتنه کړې وه چې د افغانستان جګړه دې يادې کمپنۍ ته وسپاري خو د امريکا له خوا ورسره تر اوسه موافقه نه ده شوې.

بلک واټر څو کاله مخکې په افغانستان او عراق کې دندې کړي چې عسکرو يې شخصي زندانونه لرل او د عامو خلکو په زورونه، ربړونه او اختطاف کولو تورن شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close