مشرانو جرګه: امنيتي چارواکي ولسمشر ته په کمپاين بوخت دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۱)

د مشرانو جرګې غړي وايي، چې امنيتي مسوولین د هېواد د روان نا امنه وضعيت په اړه ناغيړي کوي او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د اشرف غني په ګټه په کمپاين بوخت دي.

مشرانو جرګې د افغانستان د روانو جګړو او نا امنۍ له کبله امنيتي لوړپوړي مسوولين د جرګې غونډې ته استجواب کړي و خو زياتوي هغوی ولسمشر ته د کمپاين له کبله غونډې ته نه دي حاضر شوي او خپل مرستيالان يې ورليږلي دي چې مرستيالانو ته يې د غونډې تالار ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د مشرانو جرګې د امنيتي او دفاعي چارو رئيس هاشم الکوزی وايي، د افغان سرتيرو د تلفاتو کچه تر هغې څو چنده لوړه ده چې مسوولين يې اعلانوي په خبره يې (هره ورځ خلک مري، خو چارواکي په خپلو دفترونو کې ناست دي او د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاين ته رابولي چې دا يو غير قانوني عمل دی).

دغه راز د جرګې بل غړی جمعه ګل کيانوال وايي، چې امنيتي مسوولين له ولسمشر سره د ټاکنو په کمپاين بوخت دي زياتوي د هېواد امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي خو دوی يې په اړه هيڅ فکر نه کوي.

همدارنګه د مشرانو جرګې رئیس هم غونډې ته د امنيتي مسوولينو د نه راتلو په غبرګون کې وويل چې امنيتي چارواکو د جرګې غونډې ته په ځواب نه ويلو قانون تر پښو لاندې کړ او بايد دغه ډول کسان قانون ته برابر شي.

د جرګې د غړو په وينا، د افغانستان وضعيت تر بل هر وخت ګواښوونکی دی، جګړې د هرې ورځې په ېرېدو لا خونړۍ کېږي او وضعيت همداسې دوام پيدا کړي نو د خلکو باور به په ختم او پر وړاندې به يې ودريږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ژمي په راتلو په هېواد کې جبهه يې جګړې د پخوا په پرتله لا توندې کړي او هره ورځ د جګړو په ترڅ کې لسګونه عسکر ژوند له لاسه ورکوي او د دولت د حاکميت سيمې د هرې ورځې په تېرېدو لا تنګېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close