مشرانو جرګه: د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره ښايي اوسنی نظام سقوط وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۲)

د افغانستان د مشرانو دویم مرستيال اصف صديقي وايي، که بهرني ځواکونه ژر له افغانستانه د وتلو پريکړه وکړي نو ښايي اوسنی نظام هم ډير ژر سقوط وکړي.

د صديقي په وينا، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو ژر وتل ګاونډيو هېوادونو ته د لاسوهنې موقع ورکوي او په هېواد ناوړه اغېز لرلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د افغانستان د مسلې د حل لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره کتلي چې طالبانو له هېواده د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينګار کړی دی.

طالبانو تر دې مخکې هم ويلي، چې له هېواده د بهرنيو ځواکونو تر وتلو به خپلې وسله واله مبارزه روانه ساتي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې په یوه تازه سروې کې په ډاګه شوې چې ۴۹ په سلو کې امریکایان د افغانستان له جګړې نارضه دي او له دغه هېواد یې د خپلوځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.

په وروستيو کې د ايکزماینر او يو شمير نورو امریکايي نشريو د امريکا د اولس کلن ماموريت په اړه په خپرو کړو مطالبو کې ليکلي: چې امریکا په افغانستان کې اوولس کاله بې هدفه جګړه وکړه چې ميلياردونه ډالر تاوان شول خو خپلې موخې يې ترلاسه نه کړې او نور بايد له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close