مشرانو جرګه : د بهرنیانو وتل به د سیمې د هیوادونو امنیت هم وننګوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۲)

د امریکا د دفاع وزیر له څرګندونو وروسته مشرانو جرګې هم ویلي، چې اندیښنه لري که بهرنیان له هیواد څخه ووتل، نه یواځې د افغانستان بلکې د د سیمې د هیوادونو امنیت به هم له ستونزو سره مخ کړي.
سناتوران وایي، که امریکایانو افغانستان بریښود، هیواد به یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو ډلو ګوتو ته ولویږي چې له مخې به یې د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم له ناامنۍ سره مخ شي.

د جرګې اداري پلاوی وایي، امریکایان باید د سیمې هیوادونو سره تر مشورې وروسته د خپل خروج پریکړه وکړي ځکه دا موضوع د ټولو هیوادونو ترموافقې پورې تړاو لري.
تر دې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس هم په یوه خبری ناسته کې ویلي و، چې له طالبانو سره مذاکرات کوي خو د سرتیرو د ایستلو پریکړه نه کوي.

د نوموړي په وینا، که امریکایي سرتیرو افغانستان پریښووده، یوځل بیا به دغه هیواد د نړیوالو شلو ترهګرو ډلو په مرکز بدل شي.
خو طالبانو بیا د نوموړي په غبرګونو کې پر امریکا ژغ کړی چې له وتلو پرته بله لار نه لري او تر هغو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي څو چې وروستی امریکایي سرتیری له هیواده ووځي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close