مشرانو جرګه: د سولې شورا سنبولیکه بڼه لري، د حکومت اختیارات له امریکا سره دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۹)

د مشرانو جرګې سناتوران وایي، چې د افغان حکومت له خوا د سولې په نامه شوراګانې یا غونډې دایرول او د هغوی ټول جریانات د امریکایي چارواکو له خوا سانسور شوي او هغوی یې په مخ وړي.

د دوی په وینا، د سولې شورا او په ټوله کې د ملي یووالي حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو اختیار نه لري او مالکیت یې له بهرنیانو سره دی.
دوی زیاتوي، د افغان حکومت د نظامي پرسونل له تمویل نیولې بیا د خبرو اترو تر میز پورې ،ټوله پروسه امریکا او متحدین یې مخته وړي او په ټولو برخو کې دولتي چارواکي نمایشي بڼه لري.

دا څرګندونې داسې مهال مخته راځي چې، څه موده وړاندې د سولې شورا مشر کریم خلیلي هم ورته څرګندونې کړې وې او د واکونو د نه درلودو له امله یې شکایت کړی و.

باید وویل شي، چې طالبانو تل ټینګار کړی چې د افغان شخړې پر سر یواځې له امریکایانو سره، چې د جګړې اصلي لوری دی، مذاکرات کوي او له افغان حکومت سره یې هر نوعه خبرې اترې رد کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close