مشرانو جرګه : د کابل خاکجبار ولسوالۍ نیمیایي کنترول له طالبانو سره دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۵)

د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې طالبانو ته د لسګونو امنیتي منسوبینو ورتګ د مشرانو جرګې اندیښنې راپارولې.

د دې جرګې غړو نن په عمومي ناسته کې د کابل ولایت له عمومي وضعیت په ځانګړې توګه د خاکجبار ولسوالۍ کې له شته ستونزو اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې، د یادې ولسوالۍتر نیمایي زیات کنترول له طالبانو سره ده او په عین حال کې دا ډله د ولسوالۍ ټولو نقاطو ته لاس رسی لري.
د مشرانو جرګې غړي وایي، طالبانو د اوربند له ورځو په استفادې د دې ولسوالۍ مهمو سیمو کې ځانونه ځای پرځای کړي .
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو څو ورځو کې تر ۵۰ ډیر امنیتي منسوبین د طالبانو د جلب او جذب کمیسیون په هڅو د دولتي ځواکونو له لیکو ته راوتلي او د طالبانو پر وړاندې یې له وسلوال مخالفت څخه لاس اخیستی.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په مختلفو برخو کې د طالبانو لیکو ته د امنیتي ځواکونو د ورتګ پیښې په بیسارې توګه زیاتې شوې او یواځې په تیره یوه اونۍ کې په بغلان، کندهار او کابل کې ۱۰۰ ډیر امنیتي ځواکونه له طالبانو سره یوځای شوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close