مشرانو جرګه: د ګډو ځواکونو عمليات دې بند دې شي

مشرانو جرګه: حکومت او بهرنيان د ملکي مرګ ژوبلې پر وړاندې بې پروايي کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۴)

له اږد انتظار وروسته د مشرانو او ولسي جرګې غړو د ګډو ځواکونو پر شپنيو عملياتو او هوايي بریدونو غبرګون ښودلی زياتوي چې دغه ډول عملياتو کې ډير وخت ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي چې له کبله يې د حکومت پرضد د خلکو حساسیتونه زياتيږي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار او غړو يې ويلي چې په ميدان وردګو او کاپيسا ولايتونو کې د ګډو ځواکونو د عملياتو وضاحت دې ورکړل شي چې پکې شاوخوا دېرش ملکي وګړي ووژل شول.

مشرانو جرګې له حکومتي ادارو غوښتي چې یاد عمليات دې ژرترژره بند شي زياتوي په ملکي مرګ ژوبله د حکومت او امنيتي ادارو چوپتيا د دې ښکارندويي کوي چې حکومت او بهرنيان د ملکي مرګ ژوبلې پر وړاندې بې پروايي کوي.

دغه راز د ولسي جرګې غړو هم د ګډو ځواکونو عمليات خپلسري بللي او د جرګې به ننۍ غونډه کې يې وويل چې امریکايي ځواکونو هوايي بريدونو او عملياتو ملکي خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي چې حکومت يې هم په اړه چوپه خوله ده بايد نور يې په اړه غلی پاتې نه شي او د ملکيانو د وژل کېدو به اړه خپل غږ پورته کړي.

د ولسي جرګې غړو د بهرنيو او افغان ځواکونو ګډ عمليات وغندل او له چارواکو يې غوښتنه وکړه چې د ورته ډول عملياتو مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تيرو شاوخوا څو مياشتو راهيسې ګډو ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې شپني عملیات او هوايي بریدونه کړي چې سلګونه ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې خو حکومتي چارواکي يې په اړه چوپه خوله دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close