مشرانو جرګې غړي: ناټو غړي کولی شي چې پيل کړی جنګ پای ته ورسوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۱) په داسې حال کې چې لا هم په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه روانه او يو شمير هېوادونو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د زياتولو او ځينې نورو بيا د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنې وکړې.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي که څه هم په ياده غونډه کې د افغان ځواکونو د تجهيزولو مسله مهمه ګڼي خو وايي ناټو غونډه بايد د افغانستان د جنګ ختمولو لپاره پريکړې وکړي.

د مشرانو جرګې د کورني او دفاعي امنيت غړی ګل احمد اعظمي وايي، د بروکسل په غونډه کې د ناټو مشرانو هغه ژمنه چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به افغان امنيتي ځواکونه تمويلوي په دې معنا چې دوی پر جګړې تاکيد کوي.

د اعظمي په وينا: “د امنيتي ځواکونو تجهيزول مهم دي، خو افغانان له جګړو ستړي دي، هيڅ وخت د جنګ دوام نه غواړي، ناټو دې د جګړې ختمولو لپاره حل لاره راوباسي.”

نوموړی وايي، د افغانستان جګړه کورنۍ جګړه نه ده، بلکې د سيمه ييزو او نړيوالو قوتونو څخه رهبري کېږي او د ناټو غړي هېوادونه کولی شي چې دغه پيل کړې جګړه پای ته ورسوي.

په عين حال کې د جرګې بل غړی نادرخان کټوازی د افغان ځواکونو د تجهيز برخه کې د هغوی مرستې مهمې ګڼي زياتوي کله چې دولتي ځواکونه په پرمختلليو نظامي وسلو سمبال شي کیدلی شي په هېواد کې امنيت راشي.

د ناټو غړو هېوادونو غونډه تېره ورځ د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې پيل شوه چې د نورو موضوعاتو سربيره يې د افغانستان مسله هم د بحث يوه برخه ده او ټاکل شوې چې نن دغه غونډه پای ته ورسېږي.

دغې غونډې ته د حکومت دواړه مشران محمد اشرف غني ، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله او د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم ورغلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close